ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه:  د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ٢١سلنه کموالى راغلى

ملګري ملتونه: د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ٢١سلنه کموالى راغلى

author avatar
30 May 2012 - 16:56
ملګري ملتونه:  د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ٢١سلنه کموالى راغلى
author avatar
30 May 2012 - 16:56

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازى يان کوبېش (Jan Kubis) وايي، چې د دې مرګ ژوبلې ٧٩سلنه د دولت په وسلوالو مخالفينو پورې اړوندېږي او ٩سلنه يې په ايساف او افغان ځواکونو پورې خو پاتې ١٢سلنه مرګ ژوبله هېڅ لوري ته نه منسوبيږي.

نوموړي، چې نن (د غبرګولي ١٠مه) يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې زياته کړه، چې د تېر کال د څلورو مياشتو په پرتله د روان کال په څلورو مياشتو کې د تلفاتو کچه ٢١سلنه راټېټه شوې، خو اوس هم د نښتو پر مهال ملکي مرګ ژوبله د اندېښنې وړ ده.

يان کوبېش د خپګان په څرګندولو سره وويل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستيال پلاوي دفتر (يوناما) ښيي، چې په ياده موده کې ١٢١٦ ولسي خلک په افغانستان کې ټپي شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي: ((موږ نه يواځې ولسي تلفات څارو او عاملين يې غندو، بلکې هر تن چې وژل کېږي، په اړه يې څېړنه کوو.))

نوموړي زياته کړه، چې دوى د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره ښکېلو خواو ته يو شمېر وړاندېزونه کړي دي، چې په ځينو حالاتو کې دا وړانديزونه په پام کې نيول شوي دي، خو له بده مرغه د دولت وسلوال مخالفين ملکي وګړو ته هېڅ درناوى نه لري.

يان کوبېش د ځانمرګو بريدونو، چاودېدونکو توکو او د سړک د غاړې ماين اېښودلو په اړه اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، چې د دغو بريدونو له امله ډېره مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

هغه له افغان امنيتي ځواکونو وغوښتل، وروسته له هغه چې د پوځي عملياتو مشري پر غاړه واخلي، هڅه دې وکړي څو د ملکي مرګ ژوبلې مخنيوي ته ډېره پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جګړې هغه ښکېلې خواوې چې د ملکي مرګ ژوبلې په برخه کې يې پام کړى، ستاينه وکړه او ويې ويل، چې په دې اړه بايد هڅې ډېرې شي.

نوموړي همداراز د افغانستان په اړه د شيکاګو غونډې د پرېکړو او ژمنو په اړه خوښي وښوده، خو ويې ويل، چې له بده مرغه د شيکاګو په سرمشريزه کې د ملکي وګړو د ساتنې په اړه هېچا څه ونه ويل.

دغه راپور په داسې حال کې خپور شوى، چې د تېرې جمعې شپه د کندهار- کابل او هرات- کابل په لويو لارو کې پر دوو ٣٠٣ ډوله مسافر وړونکو موټرو چاودنې وشوې، چې په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٩ تنه مړه او ١٩نور ټپيان شول.

دا دواړه پېښې د غزني او هلمند ولايتونو په مربوطاتو کې رامنځ ته شوې، چې سيمه ييزو چارواکو د يادو چاودنو پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله، خو طالبانو يې مسووليت پر غاړه وانه خيست.

همداراز د سيمه ييزو چارواکو په وينا، اته ورځې وړاندې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ اته غړي د پکتيا د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په يوه غرنيزه سيمه کې د ايساف په هوايي بريد کې ووژل شول.

د ايساف ځواکونو ويلي و، چې دوى د ملکي وګړو د وژلو په اړه راپور ترلاسه کړ او په دې اړه څېړنې پيلوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي په دې اړه وويل، چې دوى له يادې پېښې خبر شوي، افغان دولت او ايساف ځواکونو ډاډ ورکړى، چې په دې اړه به جدي څېړنې کوي.

نوموړي وويل: ((ملکي وګړو ته مرګ ژوبله، چې له هرې خوا وي، موږ ته د منلو وړ نه ده.))

د يادونې ده، ملګرو ملتونو په خپل تېر راپور کې د ملکي تلفاتو د زياتوالي په اړه د سختې اندېښنې په څرګندولو سره ويلي و، چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې په افغانستان کې ٣٠٢١ تنه وژل شوي وو.

په راپور کې ملکي تلفات د ٢٠١٠ کال په پرتله اته سلنه زيات ښودل شوي وو، چې په دغه راپور کې ٧٧ سلنه ولسي مرګ ژوبله د دولت وسلوالو مخالفينو، ١٤سلنه يې دولتي او نړيوالو ځواکونو ته نسبت ورکړل شوې وه، د نورې مرګ ژوبلې سلنه چا ته نه وه منسوب شوې.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.