کابل (پژواک١٠ غبرګولى ٩١): يو شمېر سوداګرو د کابل په ځينو ولسواليو کې د سړو خونو د جوړولو، د کرنيزو توکو د پروسس او د بزګرانو د وړتياوو لوړولو په برخه کې د پانګونې ژمنه وکړه.
دا څرګندونې د کابل د کرنې د ادارې مشر حشمت الله عنايت نن په کابل کې د “کرنه او سوداګرۍ” په نوم له جوړې شوې ناستې وروسته پژواک خبري اژانس ته وکړې.
دغه ناسته د يو شمېر ملي سوداګرو، نړيوالو مرسته کوونکو موسسو او د کابل د مرکز او ولسواليو د يو شمېر بزګرانو په ګډون د کابل ښار په بادام باغ سيمه کې د کرنيزو توکو د کرنې او سوداګرۍ په برخه کې د همغږۍ په موخه جوړه شوې وه.
د حشمت الله عنايت په وينا، په نننۍ ناسته کې پر دې بحث وشو چې په کابل کې انګور، مڼې، شفتالو، ډول ډول سابه او نور کرنيز محصولات شته خو د بازار او ساتنې د امکاناتو د نه شتون له امله په ټيټه بيه پلورل کېږي.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د معلوماتو له مخې، د سړو خونو د نشتوالي له امله په هېواد کې د ترلاسه شوو کرنيزو محصولاتو ٤٠ سلنه له منځه ځي.
عنايت وايي، په نننۍ ناسته کې د خصوصي سکټور يو شمېر سوداګرو ژمنه وکړه چې د کابل ولايت په يو شمېر ولسواليو کې به د تازه مېوو او سابه وو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړوي.
ده زياته کړه، چې د يادو سړو خونو شمېر او ځاى به په راتلونکې اونۍ کې معلوم شي.
هغه وويل، د کرنې وزارت له خصوصي سکټور سره ژمنه وکړه چې د يادو سړو خونو د جوړولو لپاره به ځمکه په واک کې ورکړي او د پانګونې په برخه کې به اړينې مرستې وکړي.
د ده په وينا، د هېواد يو شمېر نورو ملي سوداګرو د کرنيزو محصولاتو د پروسس په برخه کې د پانګونې ژمنه وکړه او ويې ويل، چې له بزګرانو سره به د هغوى د وړتياوو لوړېدو په برخه کې هم مرستې کوي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، ځينو سوداګرو وويل چې له بزګرانو سره به د کرنيزو محصولاتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې هم مرستې کوي.
د کابل والي احمدالله عليزي هم په ياده ناسته کې وويل، چې د کابل په ١٤ ولسواليو کې د کرنيزې پراختيا په برخه کې ١٤،٢ ميليون امريکايي ډالره د کرنې وزارت له لوري ځانګړي شوي دي.
ده وويل، چې دغه پيسې به په روان کال کې د کرنې د پراختيا او کرنيزو محصولاتو د کيفيت د ښه والي په برخه کې ولګول شي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن