ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اندړو ولسوالۍ کې درې قومي مشران ووژل شول

په اندړو ولسوالۍ کې درې قومي مشران ووژل شول

author avatar
31 May 2012 - 11:49
په اندړو ولسوالۍ کې درې قومي مشران ووژل شول
author avatar
31 May 2012 - 11:49

غزني ښار (پژواک ۱۱ غبرګولى ۹۱): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو درې پخواني جهادي قوماندانان او قومي مشران وژلي دي.

د اندړو ولسوالۍ خلک وايي، وژل شوو مشرانو غوښتل، د هغو کسانو چې د وسلوالو طالبانو پر ضد پورته شوي ملاتړ وکړي.

د اندړو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالجبار د غبرګولي په ١١مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه درې واړه قومي مشران تېره ورځ ماښام مهال د اندړو ولسوالۍ په سرفراز او شېر کلا سيمو کې وسلوالو طالبانو وژلي دي.

دى وايي، چې ټول قومي مشران غواړي نور په سيمه کې امن راشي او د وسلوالو پر ضد د پاڅون ملاتړ کوي.

د عبدالجبار په وينا، وژل شوو قومي مشرانو په اندړو کې د وسلوالو طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون ملاتړ کاوه او له همدې امله ووژل شول.

نوموړي زياته کړه، د اندړو خلک نور نه غواړي چې ښوونځي تړلي وي، د بيارغونې کارونه په ټپه ولاړ او سر او مال يې په امن کې نه وي.

د ده په خبره، د دوى خلک نور ورو ورو دولت ته نږدې کېږي او د دولت ملاتړ يې اعلان کړى دى.

د اندړو ولسوالۍ د سرفراز کلا يوه اوسېدونکي طاهرخان پژواک اژانس ته وويل: ((تېر ماښام ناوخته دوه موټرسايکل سپاره وسلوال طالبان راغلل او د جګړن ميرزا دروازه يې وټکوله، له يو څو شېبو وروسته په دروازه کې ډزې وشوې او وسلوال وتښتېدل.))

د ده په خبره، دوى چې د پېښې ځاى ته ورغلل، ياد قومي مشر يې په ټپي حالت کې ولېد، خو وروسته يې روغتون ته په لاره کې ساه ورکړه.

د هغه په وينا، دغه قومي مشر په اندړو کې د وسلوالو طالبانو پر ضد له وسلوال پاڅون څخه ملاتړ کاوه.

نوموړى وايي، سهار خبر شو چې دوه نور قومي مشران هم د وسلوالو طالبانو له لوري وژل شوي دي.

طاهرخان زياتوي، چې د سيمې خلک نور دوه قومي مشران د وسلوالو طالبانو ضد بولي او د ولسي پاڅون ملګري يې ګڼي.

خو د اندړو ولسوال دا خبره نه مني، چې ګواکې وژل شوي مشرانو په ولسي پاڅون کې ونډه درلوده.

 شېرخان يوسفزي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د اندړو ولسوالۍ د سرفراز کلا په سيمه کې پخوانى جهادي قوماندان او قومي مشر مېرزا د وسلوالو طالبانو له لوري په ډزو سره سخت ټپي او وروسته مړ شو.

د هغه په وينا، ياد قومي مشر د دوو وسلوالو طالبانو له لوري چې يو سميع الله او بل صابر نومېدل ووېشتل شو.

نوموړي زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو د دغې ولسوالۍ د شېر کلا په سيمه کې دوه نور قومي مشران د محمداشرف او حضرت محمد په نومونو وژلي دي.

ولسوال وايي، چې دغه قومي مشران هم پخواني جهادي قوماندانان وو، چې تېره ورځ ناوخته وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کۍ يو قومي مشر د ماښام د لمانځه پر مهال د وسلوالو طالبانو له لوري ووژل شو.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.