ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد ښار کې اور لګېدنې لسګونه دوکانونه وسوځول

author avatar
2 Jun 2012 - 18:55
author avatar
2 Jun 2012 - 18:55

جلال اباد (پژواک ١٣ غبرګولى ٩١) :د جلال اباد ښار څلورمې حوزې اړونده سلطانزي مارکېټ ته څېرمه په يوه بل مارکېټ کې د اورلګېدو له امله لسګونه دوکانونه وسوځېدل.

د دغه مارکيټ د اتحاديي مشر محمد يوسف دغبرګولي په ١٣مه،پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې اور د مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د برېښنا د شارتۍ له امله ولګېد.

هغه زياته کړه، چې په دغه اور لګېدنه کې د نجارۍ او کباړو ٥٠ دوکانونه په بشپړه توګه سوځېدلي او  شاوخوا ٣ ميليونه افغانۍ زيان يې اړولى دى.

محمد يوسف دننګرهار اطفايې له چارواکيو خوښې څرګنده کړه،چې په خپل وخت يې اور تر خپل کنټرول لاندې راوست .

د جلال اباد ښار د امنيت امر سمونوال عبادالله تلوار پژواک اژانس ته وويل، چې اور شاوخوا پنځه بجې رامنځ ته شو.

تلوار وويل، چې دغه اور دبرېښناد شارتۍ له امله رامنځ ته شوى دى.

د امنيت امر ددغې پېښې دقيق مالي زيان څرګند نه کړ، خو زياته يې کړه، چې خلکو ته يې زيات مالي زيانونه اړولي دي.

نوموړي پر هټيوالو غږ وګړ، چې د ګاز ډبې او برېښنا د استعمال په وخت کې له  احتياط څخه کار واخلي.

د احمد په نامه يوتن پژواک ته وويل ، چې په دې پېښه کې يې ټول دوکان سوځېدلى دى.

هغه زياته کړه : (( له پاکستانه مې په پور سودا راوړې وه او اوس ټول د اور خوراک شو، دولت دې راسره مرسته وکړي.))

د يادونې ده ، چې په دې څو ورځو کې د جلال اباد ښار په څلور مارکېټونو کې اور لګېدنې رامنځ ته شوې دي، چې هټيوالو ته يې ګڼ شمېر مالي زيانونه اړولي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.