ترينکوټ (پژواک ١٣ غبرګولى ٩١): چارواکي وايي، چې د اروزګان د مرکز ترينکوټ اړوند سيمه کې د يوه موټرسايکل بم د چاودنې له امله دوه پوليس ووژل شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د غبرګولي په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اوه بجې د اروزګان مرکز ترينکوټ اړوند د درفشان په سيمه کې د سړک تر غاړې په درول شوي موټرسايکل کې د ځاى پرځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، په داسې حال کې چې پوليس پر ګزمه بوخت وو او غوښتل يې په سيمه کې درول شوى موټرسايکل له نږدې وګورې، چاودنه پرې شوه.
نوموړي زياته کړه، په ياده پېښه کې دوه پوليس، چې د همدغې سيمې اوسېدونکي وو، وژل شوي، خو نور چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن