جلال اباد (پژواک ١٤ غبرګولى ٩١): د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ جنايي مدير په يوه وسلوال بريد کې ووژل شو.
د غني خېلو ولسوال ډاکټر عيسى خان ځواک د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار اوه بجې د ولسوالۍ د ګلايي په کلي کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ جنايي مدير مير اختر نن سهار له خپل کور څخه دندې پر لاره و، چې په ياده سيمه کې يې پر موټر ناپېژانده سلوالو ډزې وکړې او ويې واژه.
د ولسوال په وينا، په دغه بريد کې د ميراختر يو بل ملګرى ټپي شوى او وسلوال له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې د جنايي مدير مړى او ټپي کس د غني خېلو روغتون ته وړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې د نا امنيو پېښې زياتې شوې دي.
درې ورځې مخکې په غني خېلو ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد هم شوى و،
د دې ترڅنګ تېره اونۍ په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يوه وسلوال بريد په ترڅ کې د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل شول او دغه راز د هسکې مېنې ولسوالۍ درې دولتي مامورين په چاودنه کې وژل شوي وو.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن