ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځانمرګي بريد په تور يو تن ونيول شو

د ځانمرګي بريد په تور يو تن ونيول شو

author avatar
4 Jun 2012 - 14:14
د ځانمرګي بريد په تور يو تن ونيول شو
author avatar
4 Jun 2012 - 14:14

فراه ښار (پژواک ۱۵ غبرګولى ۹۱): په فراه ولايت کې امنيتي چارواکي د ځانمرګي بريد په تور د يوه تن د نيولو او د سلګونو بوتلونو الکولي مشروباتو او نشه يي توکو د نيولو څخه خبر ورکړ.

د فراه د والي وياند نقيب الله فراهي وايي، چې بريد کوونکى تېر ماښام له  چاودېدونکو توکو ډک له يوه موټر سايکل سره د فراه په ښار کې نيول شوى دى.

نوموړي نن (د غبرګولي ١٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا سړى د فراه د خاک سفېد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى، چې غوښتل يې خپلو چاودېدونکو توکو ته د فراه ښار د درېيمې ناحيې اړوند سيمه کې چاودنه ورکړي.

د فراه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وويل: ((يوه ورځ وړاندې راپور راغى چې ښار ته يو ځانمرګى را ننوتى، پوليس د هغه په لټه کې وو، تر دې چې لاس په لاس ونيول شو.))

نوموړي زياته کړه، چې د دغه موټرسايکل په چاودنې سره به لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښته.

د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر زياته کړه، چې د فراه ښار د درېيمې حوزې اړوند سيمې کې يې د الکولي مشروباتو او نشه يې توکو يوه زېرمه هم کشف او ترلاسه کړې ده.

ماليار وويل، چې په دغه ډيپو کې ٦٠٠ بوتله په بهر کې جوړ شوي الکولي مشروبات، ١٠٠ لېتره کورني مشروبات، يوه اندازه هيرويين اوکرسټال او څو ميله تومانچې ترلاسه شوې دي.

سرچينې د نشه يي توکو او وسلو کره اندازه ونه ټاکله خو زياته يې کړه، چې دا مشروبات د يوه کور په انګړ کې د نشه يې توکو د قاچاق چيانو له خوا ساتل کېدل او تر اوسه يې څوک په تړاو نه دي نيول شوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.