چاريکار (پژواک ١٦ غبرګولى ٩١): وسلوالو مخالفينو د پروان په شېخ علي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي کاروان درې ټانکرونه وسوځول.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمداکرم بېکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ټانکرونه باميانو ته پر لاره وو، چې د يادې ولسوالۍ په تنګي لعلي سيمه کې تېره ورځ ماښام مهال د دولت د وسلوالو مخالفينو تر بريد لاندې راغلل.
هغه وويل، چې په دې پېښه کې دوه ټانکرونه سوځېدلي او يو بل زيانمن شوى و، خو هغه هم نن سهار وسلوالو مخالفينو وسوځاوه.
د ده په وينا، په دغه بريد کې ځاني زيان نه دى اوښتى.
وسلوال طالبان وايي، چې ياد ټانکرونه دوى سوځولي دي.
د پروان د امنيه قوماندان په وينا، له دې مخکې د دغه ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ د وسلوالو مخالفينو ګواښونه موجود وو، خو دا لومړى ځل دى، چې په شېخ علي کې دا ډول بريد ترسره کېږي.
شاوخوا يوه مياشت مخکې په سياه ګرد ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي کاروان دوه موټر سوځول شوي وو.
د پروان د ولايتي شورا غړى حاجي عبدالله جان سالنګي پژواک خبري اژانس ته وويل، داسې اندېښنې شته، چې په شېخ علي کې هم د وسلوالو مخالفينو ګواښونه زيات شي.
هغه له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې په شېخ علي کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړين تدابير په پام کې ونيسي.
د ولايت امنيتي چارواکي وايي، هڅې کوي چې د يادې ولسوالۍ امنيت حالت خراب نه شي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن