ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانو کې د محقق په استوګنځي بريد وشو

په باميانو کې د محقق په استوګنځي بريد وشو

author avatar
7 Jun 2012 - 11:23
په باميانو کې د محقق په استوګنځي بريد وشو
author avatar
7 Jun 2012 - 11:23

باميان (پژواک ١٨ غبرګولى ٩١): په باميانو کې د ولسي جرګې د غړي او د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر حاجي محمدمحقق پر استوګنځي وسلوال بريد وشو.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام سخي نېکپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه شاوخوا ١١ بجې له دوو خواوو د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند پر دفتر وشو، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

هغه زياته کړه، چې بريد کوونکو د محقق پر دفتر له شاوخوا اتيا مترۍ بريد وکړ، خو ساتونکو يې په عمل لاس پورې کړ او بريد کوونکي وتښتېدل.

نيکپي زياته کړه، چې بريد کوونکي تر اوسه نه دي پېژندل شوي، خو په اړه يې څېړنې روانې دي او په تړاو يې څوک نيول شوي هم نه دي.

خو محقق ته نږدې يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد د هغو کسانو له خوا ترسره شوى، چې تل يې جهادي مشران په نښه کړي دي.

هغه زياته کړه: “د دغه بريد موخه د خلکو په منځ کې د وېرې رامنځته کول او مخالفين له تبليغاتي پلوه غواړي ثابته کړي، چې په باميان کې هم لاس لري.”

دا په داسې حال کې ده، محقق چې د احمدشاه مسعود د ورور احمد ضياء مسعود په مشرۍ د ملي جبهې غړى هم دى، تېره ورځ د باميانو د ولايتي شورا احمدجواد ضحاک د وژل کېدو د لومړۍ کاليزې په مراسمو کې په خپلو خبرو کې پر حکومت نيوکې وکړې او د ټولنيز عدالت د ټينګښت غوښتنه يې وکړه.

هغه په دغو خبرو کې په هېواد کې د ستونزو او دښمنيو د پاى يواځېنۍ لاره د غير متمرکز نظام رامنځته کېدل بللى و.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.