ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې ٦٧ ټولګټې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

په کونړ کې ٦٧ ټولګټې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

author avatar
8 Jun 2012 - 11:55
په کونړ کې ٦٧ ټولګټې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې
author avatar
8 Jun 2012 - 11:55

اسعداباد (پژواک ١٩ غبرګولى ٩١): په کونړ کې د ملي پيوستون دپروګرام مسوولين وايي، ٦٧ ټولګټې پروژې تر بشپړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

 په کونړ ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام مشر انجينر ميرزمان مومند د غبرګولي په ١٩ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پروژې د ملي  پيوستون لخوا د يو١،٧ ميليونه ډالرو په ارزښت په ١٣ ولسواليو کې ترسره شوې او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

 د هغه په وينا، په دغو پروژو کې  سربندونه، استنادي ديوالونه، د صحي اوبو څاه ګانې، د څښلو اوبو  شبکه ،  د لارو کوڅو  پخول ، د اوبو برېښنا، کارېزونه او سړک  جوړونې پروژې شاملې دي.

 نوموړي زياته کړه، چې يادې پروژې د مرکز په  ګډون  په  ١٣ ولسواليو، پېج دره، سرکاڼو، شيګل، وټه پور، نرنګ، ناړۍ، غازي اباد، خاص کونړ، دانګام ، چپه دره او څوکۍ کې د خلکو  په  ١٠% ونډه بشپړې  شوې، چې ١٦ زره  کورنۍ به ترې ګټه  واخلي.

ميرزمان  زياتوي: ((تر اوسه  په کونړ کې ١٨ سوه ٩١ پروژې  د ملي  پيوستون  د پروګرام  له  لارې  منظور شوې، چې له دې جملې څخه يې ١٣ سوه ٣٩ يې بشپړې شوې او پر پاتې نورو يې کار روان دى.))

 د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي د دغو پروژو د پرانېستې پرمهال وويل، چې دغه پروژې د دولت په همکارۍ او خلکو په مټ جوړې شوي دي.

 د هغه په وينا، خلک بايد د دغو پروژو په ساتنه کې له دولت سره مرسته اوهمکاري وکړي.

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې دوى دې د ملي پيوستون په پروژو کې داسې پروژې وټاکي، چې ګټه يې ټولو کليوالو ته ورسېږي.

 د څوکۍ ولسوالۍ د شلوټۍ سيمې اوسيدونکى شاه جهان پاچا پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي پيوستون  پروژې  د خلکو په  خوښه  او همکارۍ  جوړې شوې دي.

 د هغه په وينا، دوى د دغو پروژو د پلي کېدو مننه کوي او د امنيت  راوستو کې  ډېرې ګټورې  تمامېږي.

 د يادونې  ده، چې  په  کونړ کې د ملي پيوستون  پروګرامونه  په  چټکۍ سره روان دي  او تراوسه د وسلوالو  مخالفينو  لخوا هم خنډونه نه دي ورته جوړ شوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.