فراه (پژواک ٢١ غبرګولى ٩١): په فراه ولايت کې د ٣٠٣ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله اته تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه نن سهار (د غبرګولي ٢١مه) شاخوا ٦ بجې د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په چکاب سيمه کې د هرات- کندهار د لويې لارې په اوږدو کې رامنځ ته شوې ده.
د فراه والي محمداکرم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د موټر چپه کېدو په ياده پېښه کې اته سپرلي مړه او يو شمېر نور ټپي شوي دي.
هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو د فراه د ولايتي روغتون مشر، ډاکټر عبدالمنان رشيدي وايي، چې روغتون دوه مړي او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.
رشيدي زياته کړه، چې په ټپيانو کې د يوې ښځې او يو ماشوم حالت نازک دى.
د فراه ولايت د روغتون رييس وويل، چې له دې پېښې د څو تنو مړي د هرات روغتون ته وړل شوي دي.
٢٨کلن محمدعوض، چې د پښې په برخه کې ټپي شوى او د فراه ولايت په روغتون کې تر درملنې لاندې دى وويل: ((موټر ډېر ګړندى روان و، مسافرو چې څومره پر چلوونکي ټينګار وکړ، چې په کراره ولاړ شي، خو هغه د چا خبره نه منله، هغه و چې موټر له سړک څخه ووت او چپه شو.))
هغه زياته کړه، چې دا موټر په هرات کې د قلندري بس ترانسپورټي شرکت اړوند و، چې له هرات څخه کابل ته روان و.
د يادونې ده، چې تېره اونۍ د نيمروز (د فراه ګاونډ) د دلارام او ګلستان ولسواليو تر منځ سيمه کې، له کرولا موټر سره د ٣٠٣ موټر د ټکر له امله د درېيو ښځو په ګډون د يوې کورنۍ څلور تنه وژل شوي وو.
مسافر وايي، چې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو سوځول او د سړک غاړې د ماينونو د چاودنو له امله، چې دا لويه لار يې زيانمنه کړې ده، له امله يې دا شان پېښې رامنځ ته کېږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن