ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زلزلې له امله ٩٠تنه وژل شوي دي

د زلزلې له امله ٩٠تنه وژل شوي دي

author avatar
11 Jun 2012 - 17:05
د زلزلې له امله ٩٠تنه وژل شوي دي
author avatar
11 Jun 2012 - 17:05

د بغلان ولايت د امنيه قواماندانۍ قوماندان مل پاسوال اسدالله شيرزاد د پيښې له ځايه د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دى ولايت په برکه ولسوالۍ کې د شوي زلزلې له امله د ملاجان په کلي کې شاوخوا ٩٠تنه وژل شوي او ٢٥ کورونه په بشپړه توګه د غره د ښويدو له امله د خاورو لاندې شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې ښځې ،ماشومان،ځوانان شامل دي.

شيرزاد له مرکزې حکومت څخه د بيړنۍ مرستې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د پيښې له ځايه د وژل شويو کسانو جسدونه په بيلچو او کولنګونو نه راوځي بلکې پرمختللي وسايلو ته اړتيا ده.

د شيرزاد په خبره په دغه کلي کې ټول اوسيدونکي او حيوانات مړه  شوي او کلي په بشپړه توګه لمنځه تللي دي.

د يادې پيښې څخه يواځې دوه تنه ژوندي پاتي شوي چې يو يې جمعه خان  او بل يې دښونځي زده کوونکي صمد نوميږې.

جمعه خان پژواک ته وويل :((زه ځکه ژوندى پاتي يم چې بل کلي ژرندې  ته مې غنم وړي وو.))

ده وويل چې په دغه کلي کې هيڅوک ژوندي نه دي پاتي .

بل ژوندى پاتې شوى صمد وايي :((زه د بل کلي په ښځونځي کې سبق وايم او د زلزلې پرمهال په کلي کې نه ووم ځکه چې زه ښځونځي ته تللي ووم.))

نن له غرمې مخکې دافغانستان مرکزي،شمالي، شمال ختيځ او شمال لوېديځ ولايتونه د زلزلې دوو ټکانونو و لړزول .

لومړى ټکان د ريکتر په کچه  ٥،٤ درجې او دويم ټکان ٥،٦ درجې ثبت شوى دى .

د بغلان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر نصير کهزاد  پژواک خبري اژانس ته وویل،چې دوى ته د رسېدلي لومړنيو راپورونو له مخې، د زلزلې د ټکانونو په پايله کې د برکې ولسوالۍ د جان محمد خان په کلي کې غر ښوېدلى ،چې له امله يې په شلو کورونو کې ٨٠ تنه  تر خاورو لاندې شوي دي .

د هغه په وينا، د نن ورځې په زلزله کې په نهرين ، جلګه او ګذرګه نور ولسواليو کې ٢٥ کورونه ويجاړ شوي، چې له امله يې  شپږ تنه ټپيان ټپيان شوي دي .  

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.