ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارګ په پسرلنۍ مشاعره کې څلور شاعران وستايل شول

author avatar
12 Jun 2012 - 19:58
author avatar
12 Jun 2012 - 19:58

کابل(پژواک٢٣غبرګولى٩١): د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د پسرلنۍ مشاعرې په ترڅ کې د بېلا بېلو سيمو ليکوالانو او شاعرانو دهېواد د روانو حالاتو او پسرلي په اړه خپل شعرونه ولوستل.

د ولسمشر دويندوى له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې  نن دغبرګولي په ٢٣مه د ولسمشرد علمي او فرهنګي چارو دسلاکار وزير زلمي هېوادمل لخوا په ارګ کې پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه.

ولسمشر حامد کرزي د هېواد د بېلابېلو ژبو شاعران وستايل او زياته يې کړه: (( خوښ يم چې د هېواد شاعرانو په خپلو شعرونوکې په هېواد پورې اړوندو مهمو موضوع ګانو ته ځای ورکړی، چې دا پخپله له هېواد سره د هغوی د مينې څرګندونه کوي.))

هغه  زياته کړه:(( له روان کال څخه موږ د هېواد د شاعرانو د ستاينې او تقدير لړۍ پيل کړې، چې په راتلونکي کې به دا لړۍ نوره هم پراخه شي.))

په غونډه کې داطلاعاتو او کولتور وزير سيد مخدوم رهين وويل، چې هرکال يې شاعران او ليکوالان خپل حضور ته منلي او د شعر په ژبه يې د هغوی د زړه غږونه اورېدلي دي.

ده زياته کړه، چې سږ کال ولسمشر کرزي يو بل نوښت هم وکړ او د اطلاعاتو او کولتور وزارت ته يې لارښوونه وکړه ، چې د هېواد د بېلابېلو ژبو هغه شاعران ، چې ډير ادبي اثار يې ټولنې ته وړاندې کړي دي، وستايي او قدرداني يې وکړي.

رهين وويل، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت د ولسمشر د دغې لارښوونې له مخې، د يوه کمېسيون له لارې د هېواد څلورتنه هغه شاعران ، چې د پښتو، دري، ازبکي او پشه يي ژبو د شعر په برخه کې يې ګڼ شمېر کتابونه چاپ کړي ، په نښه او د جمهوري رياست عالي مقام ته د مکافاتو لپاره پيشنهاد شول،چې د ولسمشر لخوا هغوي ته نغدي مکافات او افتخاري تقديرنامې منظورې شوې، چې په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ومومي.

د يادونى  ده، چې ولسمشرکرزي ديادې مشاعرې په پای کې د دغو شاعرانو د غوره خدمتونو له امله استاد محمد صديق پسرلی، آصفه شاداب، نصرالله پرتو نادري او محمد زمان کلماني د سل سل زره افغانيو په نغدي مکافاتو او په افتخاري تقديرنامو و وياړل.

Visits: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.