ژبه

ولسمشر کرزي د سعودي عربستان د ولیعهد پر مړينه خواشيني وښوده

پاينده حکمت

۲۷ غبرګولی ۱۳۹۱ - ۱۹:۲۷

Views: ۸۱

کابل ( پژواک ٢٧ غبرګولى ٩١) د افغانستان ولسمشر، د سعودي عربستان د ولیعهد، د وزیرانو شورا مرستیال او د کورنیو چارو وزیر د مړينې له امله د سعودي پاچا ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

د سعودي عربستان وليعهد والاحضرت نایف بن عبدالعزیز آل سعود نن د ورپېښې ناروغۍ له امله په ژينوا کې له نړۍ سترګې پټې کړې .

د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د سعودي پاچا خادم الحرمين الشريفين اعليحضرت ملك عبدالله بن عبدالعزيز آل سعود ته په خپل پيغام کې ويلي : (( په دې توګه دخپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب تاسو اعلیحضرت خادم الحرمین الشریفین،د سعودي عربستان شاهي کورنۍ،حکومت او د سعودي عربستان ورور ولس ته وړاندې کوم. ))

کرزي ويلي، چې نایف بن عبدالعزیز آل سعود، د افغانستان د خلکو له خواخوږو او دوستانو څخه شمېرل کېده او افغانان یې د وفات په ویر کې له سعودیانو سره ځان شریک بولي.