ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايساف  بې پيلوټه الوتکه  را وغورځېده

د ايساف بې پيلوټه الوتکه را وغورځېده

author avatar
17 Jun 2012 - 11:25
د ايساف  بې پيلوټه الوتکه  را وغورځېده
author avatar
17 Jun 2012 - 11:25

ګردېز ښار (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩١): ايساف وايي، چې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې يې د تخنيکي ستونزو له امله بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې ده.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ٢٨مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د دوى يوه بې پېلوټه الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.

د سرچينې په وينا، په دې پېښه  کې وسلوال طالبان لاس نه لري او د لوېدلې الوتکې ټوټې هم د دوى ځواکونو په سيمه کې خپل مرکز ته وړې دي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون هم وايي، چې تېره شپه د ايساف ځواکونو يوه کوچنۍ بې پېلوټه څارګره الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده.

نوموړي هم په دې پېښه کې د وسلوالو طالبانو لاس لرل رد کړل.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې تېره شپه د دوى ملګرو له ايساف ځواکونو سره مخامخ نښته کړې، چې پر مهال ياده بې پېلوټه الوتکه هم د دوى له خوا ويشتل شوې او غورځېدلې ده.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.