ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزاله جاوېد ووژل شوه

author avatar
19 Jun 2012 - 08:49
author avatar
19 Jun 2012 - 08:49

دغو وسلوالو، چې پر موټرسايکل سپاره وو، پرون ماخوستن ناوخته د پېښور ښار د ډبګرۍ په سيمه کې پر غزالې او د هغې پر پلار ډزې کړې او دواړه يې وژلي دي.

د پېښو ښار د پوليسو يوه افسر حاجي امتياز د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې غزاله له يوې ارايشګاه څخه د وتلو په حالت کې وه، چې پرې ډزې وشوې.

هغه زياته کړه، چې بريد کوونکي د دواړو له وژلو وروسته په تېښته بريالي شوي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

نوموړى وايي، چې غزاله د کورنۍ شخړې له امله وژل شوې ده.

خو د غزالې خور فرحت جاويد تور پورې کړى چې پلار او خور يې د غزالې د پخواني خاوند ملک جهانيګر له خوا وژل شوې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ په خپل کور کې ناست وو، چې ملک جهانګير له درېيو نورو وسلوالو سره راغى او زما پر خور او پلار يې ډزې وکړې او دواړه يې ووژل.))

نوموړى وايي، چې د پوليسو په پوسته کې يې د ملک جهانګير پر ضد عريضه کړې، خو پوليسو تر اوسه هغه نه دى نيولى.

غزاله جاوېد د خيبر پښتونخوا ايالت د سوات سيمې اوسېدونکې وه او د دواړو مړي سوات ته وړل شوي دي.

غزاله جاويد دوه کاله مخکې د پېښور ښار له يوه اوسېدونکي ملک جهانګير سره واده کړى و، خو له نهو مياشتو وروسته د دوى ترمنځ اړيکې خرابې شوې، چې تېر کال د ډسيمبر په مياشت کې يې د سترې محکمې له لارې له خپل خاوند څخه طلاق واخيست.

د غزالې جاوېد اواز په لر او بره سيمه او نوره نړۍ کې ډېر مينه وال درلودل.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم په پېښور او بلوچستان ايالت کې پر ښځينه سندرغاړو ورته بريدونه شوي او وژل شوې دي.

له دې مخکې دوه نورې سندرغاړې ياسمين ګل او ايمن اوداس هم په دغه ډول بريدونه کې وژل شوې وې.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.