ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لويه څارنوالۍ: د اکاډمۍ له خوا چاپ شوى کتاب د نفاق لپاره توطيه ده

لويه څارنوالۍ: د اکاډمۍ له خوا چاپ شوى کتاب د نفاق لپاره توطيه ده

author avatar
20 Jun 2012 - 19:39
لويه څارنوالۍ: د اکاډمۍ له خوا چاپ شوى کتاب د نفاق لپاره توطيه ده
author avatar
20 Jun 2012 - 19:39

کابل (پژواک ٣١ غبرګولى ٩١): لويه څارنوالي وايي، چې د علومو اکاډمۍ له خوا “په افغانستان کې د مېشتو  غير پښتنو قومونو د انتوګرافۍ اطلس” چاپ شوى کتاب د قومونو ترمنځ د نفاق اچولو لپاره يوه توطيه ده، خو علومو اکاډمۍ بيا هر ډول توطيه ردوي.

د لويې څارنوالۍ مرستيال څارنپوه عنايت الله کمال نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ولسمشر حامد کرزي په حکم ، لويه څارنوالۍ د هغه کتاب په اړه څېړنې پيل کړې، چې ويل کېږي هزاره قوم ته په کې سپکاوى شوى دى.

تېره ورځ د ولسمشر کرزي په حکم د علومو اکاډمۍ مشر عبدالباري راشد او درې نور غړي سرمحقق سيد محمدامين مجاهد، سرمحقق عبدالحکيم ساپی او نصرالله سوبمن له خپلې دندې ګوښه او څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول.

د لويې څارنوالۍ مرستيال وويل، د دوى څېړنې ښيي چې په خپاره شوي کتاب کې سپکاوى شوى او د خلکو احساسات يې را پارولي دي.

د کمال په وينا، په ياد کتاب کې هزاره د چنګېز قوم ته منسوب شوى او راغلي چې د لنډې ونې لرونکي دي.

هغه د لويې څارنوالۍ د څېړنو نور جزئيات ورنه کړل، خو زياته يې کړه، په ياد کتاب کې داسې موارد شته چې په قصدي ډول او يا هم په ناپامۍ سره ليکل شوي او هزاره قوم ته سپکاوى ګڼل کېږي.

کمال دغه کار د افغانستان د قومونو ترمنځ د نفاق رامنځته کولو لپاره جوړه شوې توطيه وبلله او ويې ويل : “طبعاً چې په توطيه کې د افغانستان د ملي يووالي ناځوانه دښمنان ښکېل دي، چې د هېواد له پولو بهر دي او موږ يې نه ردوو.”

خو د علومو اکاډمۍ مشر عبدالباري راشد په همدې خبري کنفرانس کې د توطيې او د بهرنيانو د نفوذ خبره رد کړه او له لويې څارنوالۍ يې وغوښتل چې د باور وړ اسنادو له مخې داسې څرګندونې وکړي.

راشد زياته کړه: “هېچاته حق نه ورکوو، چې يوه ملي ارګان ته سپکاوى او توطيه منسوب کړي، تېروتنې سمېداى شي.”

هغه که څه هم په خپاره شوي کتاب کې د پخوانيو سرچينو له قوله ځينې تېروتنې ومنلې خو زياته يې کړه، ممکنه وه چې د نورو ارګانونو له مداخلې پرته په خپله د علومو اکاډمۍ غړيو څېړلې او تصحيح کړې واى.

راشد وويل، کله چې د موضوع په اړه ورته معلومات ورسېدل، د اکاډمۍ د غړيو ١٣ کسيزه ډلې ته يې دنده ورکړه، چې موضوع وڅېړي.

د نوموړي په وينا، د ټاکل شوې ډلې څېړنې ښيي ،چې د کتاب په ليکلو کې په غير مسوولانه ډول شخصي نظر دخيل دى او په غير عملي ډول ليکل شوى دى.

ده وويل، چې يادې ډلې سپارښتنه کړې ،چې ليکوال له دندې ګوښه او خپور شوى کتاب بېرته راټول او تصحيح شي.

راشد د ولسمشر پرېکړه پر ځاى وبلله ،خو زياته يې کړه، چې د يادو مواردو څېړل د علمي مراجعو کار دى او محاکم او څارنوالۍ د دغو مواردو د څېړلو وړتيا نه لري.

بلخوا د متن ليکوال او د علومو اکاډمۍ منشي سرمحقق سيد محمدامين مجاهد بيا د خپلې ليکنې دفاع وکړه او ويې ويل: “هرڅه چې وايم د سرچينو او ماخذونو له مخې يې وايم او دا خلکو ته خدمت ګڼم.”

مجاهد وويل، که چېرې هغه سرچينې چې ده ترې معلومات را اخيستي کره نه وي، نو پر خپل وخت کې يې بايد د خپرېدو مخه نيول شوې واى.

هغه وويل، چې په خپله ليکنه کې يې د هزاره ليکوال فيض محمد کاتب هزاره له قوله ليکلي: ((هزاره قوم د بې علمۍ په وجه جاهل او لجوج قوم دى او په مذهبي مسايلو کې کمزوري دي.))

 مجاهد زياتوي، سره له دې يې هم په خپل نظر کې ليکلي، چې شيعه ګان په ديندارۍ کې له سني مذهبو کمزوري هم نه دي.

 د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا “په افغانستان کې د مېشتو  غير پښتنو قومونو د انتوګرافۍ اطلس” په نامه خپور شوى لانجمن کتاب په ١٠٠٠ ټوکو کې د شعيب مطبعې له خوا چاپ شوى، چې د لويې څارنوالۍ د مرستيال په وينا ٣ ټوکه يې ورک دي.

د لويې څارنوالۍ مرستيال وويل، چې علومو اکاډمۍ د دغه کتاب ٦٢٩ ټوکه د اکاډمۍ پر غړيو او نورو ليکوالو او پوهانو وېشل شوي، چې يادې اکاډمۍ يې د بېرته راټولولو او څارنوالۍ ته د سپارلو ژمنه کړې ده.

کمال وويل، چې ياد کتابونه به لويې څارنوالۍ ته ولېږدوي او د محکمې له حکم سره سم به يې مصادره او يا هم له منځه يوسي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.