ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې ځانمرګي بريد ٢١تنه وژلي او ٣٠ ټپيان دي

په خوست کې ځانمرګي بريد ٢١تنه وژلي او ٣٠ ټپيان دي

author avatar
20 Jun 2012 - 12:44
په خوست کې ځانمرګي بريد ٢١تنه وژلي او ٣٠ ټپيان دي
author avatar
20 Jun 2012 - 12:44

خوست ښار (پژواک ٣١ غبرګولى ٩١): په خوست ښار کې نن غرمه پر بهرنيو ځواکونو په يو ځانمرګي بريد کې ٢١ تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.

دغه ځانمرګى بريد نن (د غبرګولي ٣١مه) غرمه مهال شاوخوا يوولس نيمې بجې د خوست ښار د مرکزي چوک اړوند له سپين جومات سره نږدې شوى دى.

د خوست د عامې روغتيا  رييس ډاکټر امير باچا منګل  لږه شيبه مخکې په يوه تليفونې اړيکه کې پژواک اژانس ته  وويل، چې به ننۍ ځانمرګې بريد کې د ٥ پوليسو په ګډون د و ژل شويو  کسانو شمير ٢١ تنو ته ورسيده او ٣٠نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په مړيو کې دوې ښځې هم شامې او د ټپيانو په ګډون ټول ملکي وګړي دي او يو شمېر نور ټپيان او مړي شخصي روغتونونو ته وړل شوي دي.

د رحمان بابا په نوم د يوه شخصي روغتون ډاکټر ملک مير پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته اووه مړي او ١٤ ټپيان ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، په ټپيانو کې د يو شمېر روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

نوموړي زياته کړه، چې په مړيو کې دوه پوليس او په ټپيانو کې درې پوليس شامل دي او نور ملکي وګړي دي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريده په ياده سيمه کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو ترسره شوى دى.

د هغه په وينا، په دې سيمه کې افغان او بهرني ځواکونه د خلکو د هويت په اړه د معلوماتو په راټولولو (له سترګو څخه د عکسونو او د ګوتو د نښو اخيستل) بوخت وو، چې دغه پېښه رامنځ ته شوه.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته دغه پېښه ومنله او زياته يې کړه، چې دوى د معلوماتو د راټولولو په حال کې دي.

د پېښې يوه عين شاهد رفېع الله وايي، چې دوى له پېښې وروسته وليدل، چې دوه پوليس او شپږ امريکايي سرتېرې پر ځمکه پراته وو او وينې ترې بهېدې.

نوموړي زياته کړه، چې سمدلاسه سيمې ته نور امنيتي سرتېري راغلل او دوى يې وشړل، چې په اړه يې نور معلومات نه درلودل.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې هم په خوست کې د ايساف ځواکونو پر پوځي اډه هم ډله ييز بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ٢٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او تر ١٠٠ زيات امريکايي سرتېري په کې ټپيان وو.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.