ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : د بريدګرو په وژلو سره په قرغه کې جنګ پاى ته ورسېد

چارواکي : د بريدګرو په وژلو سره په قرغه کې جنګ پاى ته ورسېد

author avatar
22 Jun 2012 - 11:29
چارواکي : د بريدګرو په وژلو سره په قرغه کې جنګ پاى ته ورسېد
author avatar
22 Jun 2012 - 11:29

کابل ( پژواک ٢ چنګاښ ٩١ ) : امنيتي چارواکي وايي ، چې په قرغه کې ټول ځانمرګي بريدکوونکي وژل شوي، جنګ پاى ته رسېدلى او امنيتي ځواکونه  دساحې دتصفيې په حالت کې دي.

يوه ډله ځانمرګي بريد کوونکي ، چې په وسلو او چاودېدونکو توکو سمبال و ، تېره شپه يې په شاوخوا يوولس بجو  د قرغې بند پر سپوږمۍ هوټل بريد وکړ، چې دغې جګړې  نن له غرمې مخکې تر يوولسو بجو دوام وکړ .

دکابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال عبدالظاهر څو شېبې مخکې پژواک اژانس ته وويل، چې د قرغې  بند جګړه پاى ته ورسېده او اوس امنيتي ځواکونه هوټل ته  د ننوتلو په حال کې دي .

ده وويل ، چې د تلفاتو په اړه به د پوليسو له  څېړنې وروسته معلومات په ډاګه کړي .

د کابل امنيه قوماندان مل پاسوال بصير سالنګي هم د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل ، چې جګړه پاى ته رسېدلې او بريد کوونکي  پنځه تنه و ، چې درې يې وژل شوي ، يو يې ټپي دى او يو بل د هوټل په شاوخوا کې چېرته پټ دى.

ده وويل ،  څلور ښځې چې يوه يې ټپي وه ، د بريد کوونکيو له منګول را خوشې شوي .

د کورنيو چارو وزارت وياند صديقي صديقي پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو له تېرې شپې راهيسې لسګونه عام وګړي د بريدکوونکيو له منګولو ژغورلي او خوندي ځايونو ته يې لېږدولي دي.

که څه هم چارواکي تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره ارقام نه ښيي، خو نا تاييد شوي راپورونه وايي ، چې په دې پېښه کې د بريدګرو ترڅنګ شپږ عام وګړي او شپږ پوليس هم وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو ددې  بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې په دې هوټل کې ګڼ شمېر کورني او بهرني چارواکي مېشت وو .

هغه دا خبرې رد کړې، چې ګوندې دوى عام وګړي وژلي  او يا هم يرغمل نيولي دي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.