ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې سل زده کوونکې مسمومې شوې

په سرپل کې سل زده کوونکې مسمومې شوې

author avatar
23 Jun 2012 - 15:55
په سرپل کې سل زده کوونکې مسمومې شوې
author avatar
23 Jun 2012 - 15:55

سرپل (پژواک ٣ چنګاښ ٩١): په سرپل ولايت کې د نجونو د يوې لېسې څه باندې سل زده کوونکې مسمومې او روغتون ته لېږدول شوې دي.

د سرپل د پوهنې رياست اداري مدير عبدالوکيل سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه زده کوونکې د سرپل د مرکز د امام يحيى د نجونو د ښوونځي زده کوونکې وې او نن (د چنګاښ درېيمه) له غرمې مخکې مسمومې شوې.

د سرپل د عامې روغتيا رييس ډاکټر امين الله التيم وويل، چې د دغو ښوونځي څه باندې سل زده کوونکې د سرپل ملکي روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.

هغه زياته کړه، چې د سمي توکو د کارولو له امله د زده کوونکو په بدن بخار راپيدا شوى دى.

التيم زياته کړه، چې د ښوونځي مسوولينو هغه زده کوونکې، چې پر بدن يې د بخار نښې زياتې وې، روغتون ته وړې او نورې له ښوونځي څخه رخصت کړي او خپلو کورونو ته تللې دي.

د پژواک خبريال، چې له روغتون نه ليدنه کړې وويل، چې زده کوونکي د روغتون په انګړ کې په خېمو کې تر درملنې لاندې وو.

د امام يحيى د نجونو د ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکې هنګامې وويل: “په ټولګي کې مو درس وايه، چې ناڅاپه مې يو بد بوى احساس کړ او بېهوښه شوم.”

دغه نجلۍ، په داسې حال کې چې پر مخ، غاړه او لاسونو يې د بخار نښې ښکارېدې او په لاس کې يې سيروم و، زياته کړه، چې د کورنۍ له خوا يې روغتون ته لېږدول شوې ده.

همدارنګه نويد چې ځان د يوې زده کوونکې ورور معرفي کوي، وويل، چې هغوى له مسموميت نه له خبرېدو وروسته ښوونځي ته ولاړل او خور يې، چې په اووم ټولګي کې ده، روغتون ته ولېږدوله.

هغه زياته کړه، چې د خور په لاسونو يې بخار پيدا شوى او تر درملنې لاندې ده.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه، چې ولسمشر کرزي نن د “په افغانستان کې د تعليمي، تحصيلي او فني–حرفوي زده کړو نظام د اصلاح لپاره ملي غونډه” د درې ورځني سيمينار په لومړۍ ورځ وويل، هر هغه څوک چې د زده کوونکو په مسموميت لاس پورې کوي، که داخلي وي يا بهرنى، د تعليم او هېواد دښمن دى.

د يادونې ده چې تېره اونۍ د باميان ښار د کارته صلح ښوونځي ١١٦ زده کوونکي مسموم شول، چې ٢٠ تنه يې هلکان او پاتې نجونې وي.

مخکې له دې د پوهنې وزارت ويلي وو، چې له څه باندې يوې نيمې مياشتې راپه دېخوا په تخار، خوست، لوګر، بلخ او باميان ولايتونو کې له ١٢٠٠ زيات زده کوونکي مسموم شوي، چې ډېرى يې نجونې وې.

د ملي امنيت لوى رياست په دې وروستيو کې ويلي، چې د ښوونځيو زده کوونکي د پاکستان د استخباراتي سازمان (ISI) په لارښوونه د طالبانو له خوا مسموم شوي، خو طالبانو د زده کوونکو په مسموميت کې لاس لرل ردوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.