غزني ښار (پژواک ٣ چنګاښ ٩١): چارواکي وايي، چې د غزني د مرکز اړوند يوه کلي کې د دوو ملکي وګړو مړي په يو څاه کې موندل شوي دي.
د غزني د والي وياند سباوون د چنګاښ په ٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د غزني د مرکز اړوند د نوغي په سيمه کې د سيمې خلکو په يوه څاه کې دوه مړي وموندل.
د هغه په وينا، وژل شوي کسان لس ورځې مخکې د غزني د مرکز اړوند د شالېز له کلي څخه وړل شوي وو او درې ورځې وړاندې وژل شوي او څاه ته اچول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو او په دولت کې يې هېڅ دنده نه درلوده.
سباوون وويل، چې قضيه د غزني د امنيه قوماندانۍ په جنايي څانګه کې تر څېړنې لاندې ده.
د وژل شوو د کورنۍ يوه غړي اخترمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې دواړه وژل شوي پلار او زوى دي، چې لس ورځې مخکې د شپې له خوا له خپل کور څخه ايستل شوي وو.
نوموړي زياته کړه، چې يو شمېر وسلوال د ملي اردو په جامه کې کور ته ورغلل او د تحقيق په پلمه يې زوى او پلار له کور څخه و ايستل.
اخترمحمد وويل: ((دوى چې له کوره و ايستل شول، پسې ورک شول، په سبا يې موږ له ملي اردو او پوليسو نه پوښتنه وکړه، خو هغوى په دې پېښه هېڅ خبر نه وو.))
د ده په خبره، چې دواړه له نيول کېدو درې ورځې مخکې له ايران څخه راغلي وو او هلته يې مزدوري کوله، نه يې دولت کې دنده درلوده او نه يې هم شخصي دښمني درلوده.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې ياد دوه مړي د دوى روغتون ته ور وړل شوي او په مرميو لګېدلي دي.
د هغه په وينا، دواړه مړي ډېر خراب شوي وو، خو پېژندګلوي يې وشوه او د خپلې کورنۍ د غړو له خوا يووړل شول.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن