اسعداباد (پژواک ٣ چنګاښ ٩١): د کونړ د پنځو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکو د سږ کال حج ته د تلو په پروسه کې دوى ته د ورکړل شوې ونډې د لږوالي له امله لاريون وکړ.
دغه لاريون نن (د چنګاښ ٣مه) د کونړ په مرکز اسعداباد کې ترسره شو، چې په لسګونو ځوانانو او قومي مشرانو په کې برخه درلوده.
لاريون کوونکو نيوکه کوله، چې د حج او اوقافو رياست چارواکو د دوى ونډه نورو سيمو ته ورکړې او دوى د خپل حق غوښتنه کوله.
دوى د (موږ خپل حق غواړو)، (د حج او اوقافو رياست چارواکي درغلي کوي) شعارونه ورکول.
د حج او اوقافو رياست چارواکي هم د خلکو نيوکې مني، خو وايي، چې هرې ولسوالۍ ته يې د وزارت له نوي پلان سره سم ونډه ورکړې ده.
د کونړ د نرنګ، څوکۍ، سرکاڼو، خاص کونړ او نورګل ولسواليو يو شمېر اوسېدونکو او قومي مشرانو د سوله ييز لاريون پر مهال د حج او اوقافو په رياست نيوکه کوله، چې د ١٣٩١ کال د حاجيانو په وېش کې يې له دوى سره درغلي کړې ده.
لاريون کوونکو د سهار له شاوخوا نهو بجو څخه د غرمې تر دوولسو بجو د کونړ-جلال اباد لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه او ګواښ يې کاوه، چې که د دوى غږ وانه ورېدل شي، دوى به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.
د لاريون سمبالوونکي حاجي کامل پژواک اژانس ته وويل، چې تر هغې به دوى خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي، ترڅو د دوى غوښتنه نه وي پوره شوې.
د حج او اوقافو له وزارت څخه کونړ ته د ورغلي پلاوي مشر حضرت جمال وويل، چې د دغې ستونزې د هوارۍ لاره يې پيدا کړې ده.
د هغه په وينا، دوى هڅه کوي، چې د يو کمېسيون له لارې پچه اچونه ترسره کړي او دا يې د دغه ستونزې د هوارۍ يواځېنۍ لار وبلله.
د دغو ولسواليو خلک د خپلې ونډې له لږوالي څخه په داسې مهال شکايت کوي، چې د نورو کلونو د رامنځ ته کېدونکو ستونزو د هوارۍ لپاره د حج او اوقافو وزارت د نوم ليکنې پروسې ته بدلون ورکړى.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن