ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن هم په سرپل کې لسګونه زده کوونکې مسمومې شوې

نن هم په سرپل کې لسګونه زده کوونکې مسمومې شوې

author avatar
24 Jun 2012 - 16:33
نن هم په سرپل کې لسګونه زده کوونکې مسمومې شوې
author avatar
24 Jun 2012 - 16:33

مزارشريف (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): په سرپل ولايت کې نن په دويمه ورځ هم د ښوونځي لسګونه نجونې مسمومې شوې دي.

د دغه ولايت د پوهنې رييس عبدالغفور سرپلي د چنګاښ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې يوولس بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ولايت مرکز اړوند د نجونو د سرخک لېسې نږدې سل نجونې په ناڅاپي ډول مسمومې شوې او وروسته روغتون ته يوړل شوې.

نوموړى وايي، چې دوى د دې مسمومېدا په لامل نه پوهېږي، چې څه ډول دا پېښه رامنځته شوې ده.

د سرپل د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمدامين التيم پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته ٩٤ نجونې ور وړل شوې  دي.

نوموړي زياته کړه، چې پر نجونو يو ډول خارښ ولګېد  او  سر يې ګرځېدنه ورته پيدا شوه.

التيم وايي، چې دوى په دې اړه پلټنې پيل کړې، څو د دې مسمومتيا لامل پيدا کړي.

د يادونې ده، چې پرون هم په دغه ولايت کې لسګونه نجونې مسمومې شوې دي.

د نجونو د مسمومېدا لړۍ له تېرو دوو کلونو راهيسې پيل شوې، چې په بېلابېلو ولايتونو کې دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.

د پوهنې رياست ډېرى مهال دا ډول پېښې ردوي خو د عامې  روغتيا رياست او امنيتي چارواکي وايي، چې د نامعلومو کسانو له خوا کوم ډول زهرجن مواد يا ګاز شيندل کېږي، چې له امله يې مسموميت رامنځته کېږي.

تېره مياشت د ملي امنيت رياست  د تخار تر پرله پسې دا ډول پېښو وروسته د ١٢ کسانو د نيولو خبر ورکړى و.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.