ترينکوټ (پژواک ٥ چنګاښ ٩١): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د ١٥ کيلومتره په اوږودوالي د يوه کانال جوړېدو چارې پيل شوې، چې زرګونه خلک به ترې ګټه پورته کړي.
د دغه ولايت سکټوري رييس حاجي عبدالرحمن د چنګاښ په ٥ مه د ترينکوت په حرم شاه سيمه کې د دې پروژې د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کانال د ١٥ کيلومتره په اوږودوالي سره جوړېږي.
هغه زياته کړه، چې پر دې پروژې نولس ميليونه او ٦٠٠ سوه زره افغانۍ لګښت راځي او له دې پروژې څخه به د سيمې د ١٥٠٠ کورونو زرګونه اوسېدونکي ګټه پورته کوي.
نوموړي وويل، چې ياد کانال په ترينکوت ښار کې د زرافشان له سيند څخه سرچينه اخلي او تر حرم شاه سيمې پورې غځېدلى دى.
د اروزګان د اوبو لګولو رييس انجنير عبدالکبير پژواک اژانس ته وويل، چې د دې پروژې سروې دوه کاله مخکې پيل شوې وه او نن يې رسمي چارې پيل شوې.
هغه زياته کړه، چې پر دې پروژې لګېدونکې پيسې د نړيوال بانک له خوا ورکول کېږي.
انجنير عبدالکبير وايي، چې له کانال څخه به د سيمې کروندې خړوبې او د خلکو کرنه او اقتصاد به ورسره پرمختګ وکړي.
د عزيز الله په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه کانال رغېدو سره به د دوى شاړې ځمکې خړوبې شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن