ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې لسګونه پوليس مسموم شول

په هلمند کې لسګونه پوليس مسموم شول

author avatar
25 Jun 2012 - 16:20
په هلمند کې لسګونه پوليس مسموم شول
author avatar
25 Jun 2012 - 16:20

لښکرګاه (پژواک ٥ چنګاښ ٩١): د هلمند د امنيه قوماندانۍ د پوليسو لسګونه منسوبين مسموم شوي او په نيمروز کې د يوه رينجر موټر د چپه کېدو له امله يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د دغه مطلب په څرګندولو سره پژواک اژانس ته وويل، چې څلوېښت پوليس پرون شپه د دې قوماندانۍ په روزنيز مرکز کې مسموم شوي دي.

نوموړي په داسې حال کې، چې د هغوى روغتيايي وضعيت يې ښه وباله زياته يې کړه، چې له بازار څخه د اخيستل شوو نوشابو له څښلو وروسته مسموم شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند په دې اړه د څېړنو د پيل خبر ورکړ.

خو په لښکرګاه ښار کې د بُست روغتون مشر ډاکټر نثاراحمد بارک وويل، چې ٧٦ مسموم شوي پوليس روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي هم د پوليسو روغتيايي حالت ښه وباله او زياته يې کړه، د هغوى روغتيايي معاينات ښيي، چې د مسمومېدو توکي په خوړو کې ورته ګډ شوي وو.

په يوه بله پېښه کې د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د نيمروز د خاشرود ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عبدالجليل پژواک اژانس ته وويل، چې نن د پوليسو رينجر موټر د دې ولسوالۍ په رزي سيمه کې پر ګزمه بوخت و، چې له سړک په وتو چپه شو.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو پوليس ووژل شو او درې نور ټپيان دي.

د خاشرود ولسوال محمدهاشم نورزي زياته کړه، چې ټپي پوليس د نيمروز ښار ملکي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

نوموړي ادعا وکړه، چې دا پېښه د موټر د ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د کورنيو چارو وزارت اعلان کړى و، چې د پوليسو له خوا په سرعت او خپلسرې توګه د موټرونو د چلولو له اړخه د خلکو د اندېښنو د لرې کولو په خاطر په ټول هېواد کې عملي ګامونه اخيستل شوي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.