ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې لس کيلومتره کانال جوړ شو

په ننګرهار کې لس کيلومتره کانال جوړ شو

author avatar
26 Jun 2012 - 15:46
په ننګرهار کې لس کيلومتره کانال جوړ شو
author avatar
26 Jun 2012 - 15:46

جلال اباد (پژواک ٦ چنګاښ ٩١): په ننګرهار کې ١٠ کيلومتره کانال جوړ او د چنګاښ په ٦مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په ختيځ  کې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) د نوي فکر يا ايډيا نيو پروګرام مسوول خان محمد مومند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کوشکک په نوم د دغه کانال د بيارغونې چارې په ١٥ مياشتو کې بشپړې شوې.

هغه زياته کړه، چې په دې پروژه کې لسګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه، او له دغه کانال څخه زر کورنۍ ګټه پورته کوي.

مومند وايي، چې دغه کانال لس کيلومتره اوږودوالى لري، له شپږو کليو تېريږي، په اوږدو کې يې دوه ژرندې هم فعالې شوې او دوه زره جريبه ځمکه خړوبوي.

د نوموړي پر وينا، پر دغه کانال درې سوه پنځه زره امريکايي ډالره لګښت راغلى چې د امريکا په مالي مرسته د يو اېس اى اې ډي له خوا ورکړل شوي دي.

د ننګرهار د اوبو لګولو او انرژۍ رياست د پلان جوړونې د څانګې مشر انجنير جان محمد پژواک اژانس ته وويل، چې د کوشکک کانال تر بيارغونې مخکې د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره کافي اوبه نه درلودې.

نوموړي زياته کړه، چې اوس د دې سيمې کرنيزه ځمکه د سېلاب له زيانونو څخه هم خوندي شوه.

د نوموړي پر وينا، د شګې، جغل،تيږي او مزدورۍ له کبله د سيمې خلکو ته ١٨٥زره امريکايي ډالره ګټه رسېدلې ده.

د سره رود ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس سيداحمد فاطمي په دولت او مرستندويه موسسو نيوکه وکړه، چې دوى له خبرولو پرته خپلسرې پروژې پيلوي، چې يوه يې هم د کوشکک کانال رغونه ده.

نوموړي هغه دعوې په کلکه رد کړې، چې ګوندې په ولسوالۍ کې يې ګڼې پروژې پلې شوې دي.

خو د دې ولسوالۍ د پرمختيايي شورا يو بل غړي حاجي زلمي پژواک ته وويل، چې ياده پروژه د سره رود ولسوالۍ بالا باغ، ککړک، کړسو او سرخاب سېمو ته ډيره ګټه رسوي.

نوموړي زياته کړه، نه يواځې دا چې دغې پروژې يې د اوبه خور ستونزې هوارې کړې، نږدې پنځو سوو کورنيو ته يې د اوبو برېښنا هم چمتو کړه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.