ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غوربند کې ١٣ وسلوال طالبان ووژل شول

په غوربند کې ١٣ وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
28 Jun 2012 - 13:23
په غوربند کې ١٣ وسلوال طالبان ووژل شول
author avatar
28 Jun 2012 - 13:23

چاريکار ( پژواک ٨ چنګاښ ٩١): په داسې حال کې چې د پروان ولايت په غوربند دره کې عمليات روان دي، دولتي ځواکونه او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

د پروان د والي وياندې روشنا خالد وويل ؛ ددولتي ځواکونو په عملياتو کې، چې نن د سياه ګرد ولسوالۍ په وازغر سيمه کې پر لاره اچول شوي دي، ١٣ وسلوال طالبان ووژل شول .

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې عملياتو کې څلور طالبان ټپيان شوي هم دي.

دغه عمليات دوه ورځې مخکې د ملي اردو، ملي پوليسو له خوا د ايساف په هوايي ملاتړ په غوربند دره کې چې سياه ګرد يې يوه ولسوالۍ ده، پيل شوي دي.

د سياه ګرد ولسوال محمدسعيد صديقي وويل، چې طالبانو ته په هوايي بريد او همدغو عملياتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې په عملياتو کې د اوکان سيمه او قمچاق او دشتک سياه ګرد درې له طالبانو پاکې شوې او د اوکان په سيمه کې درې امنيتي پوستې جوړې شوې دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې هغوى په وازغر سيمه کې له دولتي ځواکونو سره دوه ساعته جګړه کړې، چې په ترڅ کې يې اته سرتېري وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

دهغه په وينا، د نښتې پر مهال په سيمه کې بمباري هم شوې، خو طالبانو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

له بلې خوا د پروان د والي وياند وايي، چې امنيتي ځواکونو تېره ورځ د سياه ګرد ولسوالۍ په يوه سراى کې له چاودېدونکو توکو ډک يو کرولا موټر کشف او ترلاسه کړى، خو په تړاو يې څوک نيول شوي نه دي.

د هغې په وينا، طالبانو غوښتل له دغو مهماتو په کار اخيستو د پروان پر والي، چې په سيمه کې د عملياتو څارنه کوي، بريد وکړي.

Visits: 76

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.