ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې يوې چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه

په تخار کې يوې چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه

author avatar
29 Jun 2012 - 11:11
په تخار کې يوې چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه
author avatar
29 Jun 2012 - 11:11

کندوز (پژواک، ٩ چنګاښ ٩١): د تخار ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه چورلکه ، چې يو شمېر سېلاب ځپلي کسان يې له سيمې څخه لېږدول، بېړنۍ ناستې ته اړه او د يوتن د ټپي کېدو لامل شوه.

په شمال ختيځ زون کې د ملي اردو د دويم نمبر لوا يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغې چورلکې د دفاع وزارت په هوايي ځواک پورې اړه درلوده ، چې  تېر ماښام له تخنيکي ستونزې سره مخه شوه.

 هغه په دې اړه نور جزئيات ورنکړل.

خو د تخار د والي مرستيال فريد ذکي پژواک ته وويل، چې ددغې چورلکې يو  څرخ په يوه غره کې ولګېد  او بېړنۍ ناستې ته  اړه شوه.

ذکي وايي، چې په دغه چورلکه کې ٢٠ تنه سېلاب ځپلي کسان سپاره و، چې د اشکمش ولسوالۍ له شېردره کلي څخه د ولسوالۍ مرکز ته لېږدول کيدل.

دده په خبره، په دې پېښه کې يواځې يو تن ټپي شوى، خو په چورلکه کې ناستو نورو کسانو ته زيان نه دى اوښتى .  

 د تخار د والي مرستيال زياته کړه، چې دا مهال چورلکه د الوتنې جوګه نه ده، خو له کابل څخه د فني کسانو په رارسېدو سره به ترميم او د بيا الوتنې جوګه به شي.

 سرچينه وايي، چې اوس هم په شېر دره کلي کې سل تنه سېلاب ځپلي کلابند پاتې دي، خو نن به د يوې بلې چورلکې په وسيله د اشکمش مرکز ته ولېږدول شي.

 د تخار سيمه ييزو چارواکيو پرون ويلي و، چې په دغه کلي کې د ٢٥٠ سېلاب ځپلو له ډلې څخه د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګدون ١٣٠ تنه د چورلکې په وسيله د ولسوالۍ مرکز ته انتقال شوي ، خو د نورو کسانو ژوند له خطر سره مخ ده.

په دغه کلي کې سړک د سېلاب له امله ويجاړ شوى او مرکز ته غځېدلې لارې بندې شوي، نو له همدې امله د سيمې اوسېدونکي د چورلکو په وسيله انتقال شوي دي.

سيمه ييزو چارواکيو سېلاب ځپلو ته  په کابل کې د بېړنيو حالاتو له ادارې او موسسو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.