ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې له يوې نجلۍ سر غوڅ شوى دى

کونړ کې له يوې نجلۍ سر غوڅ شوى دى

author avatar
29 Jun 2012 - 12:16
کونړ کې له يوې نجلۍ سر غوڅ شوى دى
author avatar
29 Jun 2012 - 12:16

اسعداباد(پژواک،٩چنګاښ٩١): د کونړ چارواکي وايي چې په څوکۍ ولسوالۍ کې د يوې نجلۍ د وژنې په تور درې تنه نيولي دي.

د څوکۍ ولسوال عبدالمرجان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې وړاندې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په شلوټۍ سيمه کې شپې ناوخته نا پېژانده وسلوال کسان د سيمې د يوه ملک قدرت الله کور ته ننوتل او د هغه لور يې ووژله.

ولسوال وايي چې وسلوالو د يادې نجلۍ د تښتولو هوډ درلود، خو کله چې يې په تښتولو بريالي نشول نو سر يې ترې غوڅ کړ.

دده د معلوماتو له مخې وژل شوې نجلۍ شبانه نومېږي چې د ١١ ټولګي زده کوونکې وه.

ولسوال وايي چې د نجلۍ د وژنې په تور پوليسو درې تنه نيولي دي.

د کونړ د استياف څارنوالۍ مشر محمد شعيب نن پژواک خبري اژانس  ته وويل چې يو تن نيول شوى تورن قاتل د ملک قدرت الله کليوال دى.

محمد شعيب وايي چې دغه کس د ملک په غوښتنه نيول شوى دى او دا مهال په ولسوالۍ کې د پوليسو په توقيف کې دى او پلټنې ترې روانې دي .

دده د معلوماتو له مخې، قدرت الله ويلي چې لور يې تر وژل کېدو وړاندې د ټېلېفون پر ليکه د ياد کس نوم اخيستۍ وو چې د هغې د تښتولو لپاره کورته وردننه شوى دى.

خودده په خبره قدرت الله خپلې لور ته ويلي وو” چې مړه شې خير دى خو چې ورسره لاړه نه شې”.

محمد شعيب وايي کله چې پوليسو د تورن نيول شوي کس کور محاصر کړ نو هغه ځان په جومات کې پټ کړى وو.

د سيمې يوه اوسېدونکي نظيف الله چې د ملک قدرت الله ګاونډى  او د نجلۍ مړې يې په خپلو سترګو ليدلى پژواک ته وويل چې د وژل شوې نجلۍ پلار او مور پر ياد شپه په کور کې نه وو او د درملنې لپاره ننګرهار ته تللي وو.

نظيف الله وايي چې د قدرت الله کورنۍ له چا سره شخصي تربګني هم نه درلوده.

تراوسه د نجلۍ د وژنې انګېزه څرګنده نه ده.

د کونړ د عامې روغتيا مشر ډاکټر فاروق سهاک پژواک ته وويل چې د نجلۍ مړې روغتون ته راوړل شوى وو چې سر په پوره توګه له تنې بېل وو.

سهاک وويل چې ډاکټرانو د نجلۍ سر له تنې سره وګنډه او بېرته يې د هغه کورنۍ ته وسپارله.

سهاک د يادې نجلۍ وژنه غير انساني او زړه بوږنوونکى عمل وباله او زياته يې کړه چې ډېره په بېرحمۍ وژل شوې ده.

په ختيځ زون کې د بشر حقونو د کميسيون مشر رفيع الله بيدار  د نجلۍ وژنه وغندله او له حکومت څخه يې وغوښتل چې قاتلينو ته يې سخته سزا ورکړي.

بېدار وويل چې د پېښې د څېړلو لپاره دې کميسيون هم يوه ډله ګومارلې ده، چې د کونړ څوکۍ ولسوالۍته لاړه شي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.