جلال اباد (پژواک ١٠ چنګاښ ٩١): د نورستان چارواکي وايي، چې د کامدېش په پرونۍ جګړه کې ټپيان شوي ١٣ ملکي وګړي د ايتلافي ځواکونو په مرسته د بګرام روغتون ته وړل شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان سمونوال غلام الله د چنګاښ په لسمه پژواک ته وويل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٣ ملکي وګړي تېر ماښام د بګرام هوايي ډګر روغتون ته لېږدولي دي.
هغه زياته کړه، چې د کامدېش په جګړه کې ٢١ ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وينا،د پېښې ډېر ټپيان د وسلوالو مخالفينو له لوري د کورونو سوځولو پر مهال د اور له امله سوي دي.
امنيه قوماندان وويل، چې وسلوالو مخالفينو د کامدېش د ولسوال کور هم سوځولى او د نوموړي يوه کوچنۍ لور په کې سوځېدلې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې جګړه کې ٢٥ مخالفين، ٦ پوليس او اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې جګړه د شپې تر ناوخته روانه وه.
د نوموړي په وينا، په جګړه کې يې د ولسوالۍ مقام او امنيه قومانداني له منځه وړي، چې په وينا يې ٢٥ ملي او سيمه ييز پوليس يې وژلي او لس نور يې ټپيان کړي دي.
مجاهد وويل، پرون له غرمې وروسته ايتلافي ځواکونو پر سيمه درنه بمباري کړې، چې د دوى کسانو ته په کې کوم زيان نه دى اوښتى.
مجاهد ومنله، چې په جګړه کې يې پنځه ملګري وژل شوي دي.
د نورستان ددولتي چارواکو په وينا، وړمه شپه دوه بجې سلګونو مخالفينو له څلورو خواوو پر کامدېش ولسوالۍ بريدونه پيل کړل، چې دغه جګړه بيا د جمعې په مازيګر څلور بجې پاى ته ورسېده.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن