ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د پاکستان د توغندويي بريدونو پرضد لاريون وشو

په کونړ کې د پاکستان د توغندويي بريدونو پرضد لاريون وشو

author avatar
30 Jun 2012 - 18:37
په کونړ کې د پاکستان د توغندويي بريدونو پرضد لاريون وشو
author avatar
30 Jun 2012 - 18:37

اسعد اباد ( پژواک ١٠ چنګاښ ٩١ ) : د کونړ داسمار او دانګام ولسواليو اوسېدونکو د پاکستاني ځواکونو د توغندويي بريدونو په غبرګون لاريون  و کړ

 لاريون کوونکو پرپاکستاني ځواکونو د مرګ شعارونه ورکول اوله مرکزي دولت څخه يې ددې بريدونو د مخنيوي غوښتنه کوله .

لاريون کوونکو په افغان دولت له دې امله هم نيوکه کوله ،چې تراوسه ددې بريدونو پر وړاندې چپه خوله پاتې شوى او له بې ځايه شويو خلکو سره يې مرستې نه دي کړي.

 د دانګام ولسوالى يوتن قومي مشر حاجي خان جان د چنګاښ په ١٠مه، ددې لاريون پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى دلاريون موخه دپاکستاني ځواکونو د بريدونو دمخنوي په اړه د چارواکو پام اړول دي .

هغه زياته کړه : (( چارواکي زموږ په غوښتنه غور نه کوي ،موږ دافغان دولت اونړيوالې ټولنې نه جدي غوښتنه کوو، چې ددې بريدونه مخه ونيسي او پر  پاکستان فشار راوړي، چې نور پاکستاني پوځيان دخلکو کورونه ونه ولي . ))

 د لاريون يوه بل ګډونوال حاجي مزمل  دلاريون کوونکو له منځه پژواک ته وويل : (( زموږ ماشومان ددې بريدونو له امله ښوونځيو ته نه شي تللى ،کارونه مو له خنډ سره مخ شوي، فصلونه مو په ځاى ولاړ پاتې دي، افغانستان له نړيوالو سره ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړل ، خو پر موږ بريدونه کيږي او دوى چپه خوله دي. ))

 د اسمار ولسوال مسافر خان قيوم زى وايي ،چې د دانګام ولسوالۍ خلک په موټرو کې له دانګامه اسمار ولسوالۍ ته راغلي و، چې داسمار اسداباد په ضربټ ډاګ  سيمه کې تردولسو بجو پورې مظاهره وه ، چې شاوخوا درې سوه کسانو  په کې ګډون کړى وو اوپه سوله ييزه توګه پاى ته ورسيده.

 د کونړ په سرحدي سيمو وروسته له هغه د پاکستاني ځواکونو توغندويي بريدونو زور اخيستى ، چې د پولې په هغې غاړه کې د پاکستاني طالبانو په يوه بريد کې ١٧ پاکستاني سرتېري ووژل شول او پاکستاني چارواکودعوه وکړه، چې دغه وسلوال د افغانستان له خاورې راوښتي ، خو افغان چارواکو بياداخبره رد کړې. 

 په اسلام اباد کې د افغانستان سفير محمد عمر داوودزي تېره اونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر سره د ملاقات پر مهال ددغو توغندويي بريدونو په اړه ورته رسمي شکايت وکړ.

 دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د پاکستاني  توغنديو د ځواب لپاره دوى د ولسمشر سپارښتنې ته منتظر دي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.