ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپرليو پر ٣٠٣ موټر چاودنې ٢٣  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د سپرليو پر ٣٠٣ موټر چاودنې ٢٣ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
1 Jul 2012 - 09:10
د سپرليو پر ٣٠٣ موټر چاودنې ٢٣  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
1 Jul 2012 - 09:10

غزني ښار (پژواک ١١ چنګاښ ٩١): د غزني د مرکز اړوند د کابل-کندهار پر لويه لار پر يو ٣٠٣ بس موټر د ماين چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند سباوون د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار اته بجې د غزني ښار اړوند د شهباز خان په سيمه کې د کابل-کندهار پر لويه لار رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې پنځه عام وګړي وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي، چې ملکي روغتون ته وړل شوي شوي دي.

د والي وياند وويل، چې دغه ماين د وسلوالو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.

د غزني د عامې روغتيا رييس بازمحمد همت پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې نن سهار د غزني ښار اړوند د شهبازخان په سيمه کې يو ٣٠٣ ډوله موټر، چې له کندهار څخه کابل ته پر لاره و، د سړک غاړې پر ماين ور برابر شوى دى.

هغه وايي، چې په دې پېښه کې ٥ تنه وژل شوي او ١٨ نور ټپيان شوي، چې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د غزني د عامې روغتيا مسوولينو د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ بللى دى.

د عبدالبصير په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې ايساف ځواکونو د کابل-کندهار لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه ،چې له امله يې ملکي موټر اړ وو، چې له پاخه سړک څخه خامې ته ښکته او مخکې ولاړ شي.

د هغه په وينا، کله چې ياد ٣٠٣ موټر له سړک څخه خامې ته ښکته شوى، نو ځاى پر ځاى شوى ماين پرې چاودېدلى دى.

د يادونې ده ،چې له دې مخکې هم په هلمند، فراه، نيمروز او ځينو نورو سيمو کې د ٣٠٣ په ګډون پر يو شمېر ملکي موټرو چاودنې شوي او لسګونو بې ګناه هېوادوالو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د روان تاوتريخوالي له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

پرون په هلمند،کندهار او ګردېز ښارونو کې هم د چاودنو له امله تر ٣٠ زيات عامو وګړو ته مرګ  ژوبله اوښتې وه.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.