ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٣٢ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

د ٣٢ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

author avatar
1 Jul 2012 - 20:34
د ٣٢ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو
author avatar
1 Jul 2012 - 20:34

فراه ښار (پژواک ١١ چنګاښ ٩١) د فراه ولايت په ګلستان ولسوالۍ کې د درېيو قوماندانانو په ګډون د ٣٢ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو.

د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي د چنګاښ په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګلستان ولسوالۍ د بوجي بست په سيمه کې وسلوالو طالبانو، امنيتي ځواکونو ته کمين نيولى وو.

ژوندي زياته کړه، چې په متقابل بريد کې ٣٠ وسلوال طالبان، چې درې تنه په کې قوماندانانو وو، وژل شوي دي.

د سرچينې په حواله، د ګلستان په خنجک سيمه کې هم دوه وسلوال طالبان د ماين خښولو پرمهال د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

ژوندي وويل، چې په سيمه کې د ٣٢ وسلوالو طالبانو جسدونه پراته دي.

د والي د وياند په وينا، په ګلستان ولسوالۍ کې له درېيو ورځو راهيسې د ګډو ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات روان دي، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي نيول شوي دي.

خو د فراه د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې نن د ګلستان په ياده سيمه کې د درېيو قوماندنانو په ګډون، ٢٥ وسلوال طالبان د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

يادې سرچينې زياته کړه، چې د وسلوالو طالبانو مشهور قوماندان ملا عبدالمنان هم په وژل شويو کسان کې شامل دى.

د سرچينې په وينا، په ياده سيمه کې د امنيت د لېږد په موخه له درېيو ورځو راهيسې عمليات پيل شوي دي.

د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې په ياده سيمه کې نښته دوام لري.

نوموړي دولتي ځواکونو ته د مالي او ځاني زيان اړولو ادعا کړې ده.

د يو بل خبر له مخې، په فراه ولايت کې د چټک غبرګون کنډک يوه افسر پژواک ته وويل، چې د ګلستان ولسوالۍ په بوجي بست سيمه کې د پوليسو پر رينجر د ماين چاودنه رامنځ ته شوې ده.

د سرچينې په وينا، په ياده پېښه کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې د ګلستان په ماين په چاودنه کې يې ٤ د ملي اردو عسکر وژلي دي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.