کابل ښار (پژواک١٢چنګاښ٩١): د صلاح الدين رباني په مشرۍ د سولې د عالي شورا لوړ پوړي پلاوي سعودي عربستان ته سفر وکړ.
د اسلامي جمعيت لخوا د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلاوي نن مازيګر سعودي عربستان ته رسمي سفر وکړ.
د سرچينې په وينا، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني ته د سعودي عربستان د پاچا ملک عبدالله لخوا بلنه ورکړل شوې وه.
خبرپاڼه کاږي، چې رباني به په دغه سفر کې په افغانستان کې د سولې او ټېکاو د رامنځ ته کېدو په موخه د سيمې، نړۍ او په ځانګړې توګه د سعودي د پاچا ملک عبدالله همکارۍ د راجلبولو هڅه وکړي.
سرچينه وايي، چې په دغه سفر کې له صلاح الدين رباني سره د سولې د عالي شورا وياند مولوي قيام الدين کشاف، د يادې شورا دارلانشا رييس معصوم ستانکزى او مولوي امين الدين مظفري هم ګډون لري.
د يادونې وړ ده، چې ولسمشر کرزي د غبرګولي په ٢٥مه ويلي وو، چې د سولې د عالي شورا رييس به ډېر ژر عربستان ته سفروکړى .
دغه راز ولسمشر کرزي په مکرر ډول په افغانستان کې د سولې او ټېکاو د رامنځ ته کيدو په برخه کې د سعودي عربستان رول اغيزمن بللى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن