ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مېرمن کلنټن په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلې

مېرمن کلنټن په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلې

author avatar
7 Jul 2012 - 08:29
مېرمن کلنټن په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلې
author avatar
7 Jul 2012 - 08:29

کابل (پژواک ١٧ چنګاښ ٩١): د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلنټن په يوه ناڅاپي سفر کابل ته را رسېدلې ده.

په کابل کې د امريکا د سفارت مطبوعاتي دفتر د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته د مېرمن کلنټن راتګ تاييد کړ.

سرچينې زياته کړه، چې مېرمن کلنټن همدا اوس په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې په حال کې ده.

مطبوعاتي دفتر وويل، چې مېرمن کلنټن به تر دې ليدنې وروسته د افغانستان په اړه د توکيو په نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.