ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلوچستان کې وسلوالو ١٨ تنه ووژل

په بلوچستان کې وسلوالو ١٨ تنه ووژل

author avatar
7 Jul 2012 - 09:51
په بلوچستان کې وسلوالو ١٨ تنه ووژل
author avatar
7 Jul 2012 - 09:51

کوېټه (پژواک ١٧ چنګاښ ٩١): ناپېژانده وسلوالو د بلوچستان په تربت سيمه کې د مسافرو پر يو موټر بريد کړى، چې له امله يې ١٨ تنه وژل شوي او دوه نور ټپي دي.

بريد د پاکستان د بلوچستان ايالت له تربت سيمې څخه ايران ته د شيعه مسلمانانو پر تلونکي يوه مسافر وړونکي موټر تېر ماښام شوی دی.

په سيمه کې ځايي خبريال بهرام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وژل شوو کې افغانان هم شامل دي.

د هغه په وينا، د وژل شوو په ډله کې پنځه افغانان او ١٣ تنه د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي.

نوموړي زياته کړه، چې وسلوالو لومړی پر موټر ډزې کړې، بيا يې مسافر راښکته کړي او ويشتلي دي.

په سيمه کې د لويز پوليسو يوه مشر محمد شکېل هم په پېښه کې د اتلسو تنو وژل کېدل او د دوو نورو ټپي کېدل مني.

دی وايي، چې د دوى د لومړنيو معلوماتو له مخې، شپږ وسلوال، چې پر موټرسايکلونو سپاره وو د مسافرو بس موټر يې درولی او بيا يې اتلس کسه وژلي دي.

شکېل په دې اړه معلومات نه درلودل، چې په وژلو شوو کې افغانان شته که نه.

دی وايي: ((وسلوال کسان تښتېدلې، خو موږ يې د نيولو په اړه پلټنې پيل کړې دي.))

د پېښې مسووليت د (بلوچ ليبرېشن ټايګر) د بلوڅو د ازادۍ پړانګانو په نامه يوې نوې ډلې منلی دی.

د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په کوېټه کې د شيعه مسلمانانو پر يو موټر په ځانمرګي بريد کې ١٨ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي وو.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.