ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بانکي مون: که له افغانستان سره مرستې ونه شي، لس کلنې قربانۍ به ضايع شي

author avatar
8 Jul 2012 - 07:50
author avatar
8 Jul 2012 - 07:50

توکیو (پژواک ۱۸ چنګاښ ۹۱): د ملګرو ملتونو سرمنشي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې که د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له افغانستان سره مرستې ونه شي، نو د تېرو لسو کلونو مالي او ځاني قربانۍ به ضایع شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون دغه څرګندونې نن (د چنګاښ ۱۸مه) د جاپان په توکیو ښار کې د افغانستان په اړه نړیوال اقتصادي کنفرانس ته د وینا پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه، چې که په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ، خلکو ته د انصاف په رسولو، بشري حقونو، خلکو ته د کار پیدا کولو او په ټولنیز پرمختګ کې هڅې ونه شي نو په دغه هېواد کې به یو ځل بیا ستونزې وزېږيږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې له افغانستان سره دې د بدلون په لسیزه کې مرستې وکړي.

د نوموړي په وينا، له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، که له دغه هېواد سره په دوامداره توګه مرستې ونه شي، نو د تېرو لسو کلونو مالي او ځاني قربانۍ به پر اوبو لاهو او ضایع شي.

بانکي مون وویل، چې افغانستان په تېرو لسو کلونو کې د امنیت او اقتصاد په برخو کې پرمختګونه کړي، خو زیاته یې کړه چې دا پرمختګونه نازک او لنډمهاله دي.

هغه زیاته کړه: ((موږ په افغانستان کې له یوې تاریخي دورې تېریږو، افغانان مسوولیتونه په خپله اخلي، خو د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.))

د افغانستان په اړه د توکیو کنفرانس چې نن سهار پیل شو، په کې تر ۷۰ د ډېرو هېوادونو او نړیوالوسازمانونو استازي ګډون کوي.

د توکيو په کنفرانس کې به د لېږد د بهير پاتې موده (د ٢٠١٤ زېږديز کال تر پايه) او له هغې وروسته د بدلون په لسيزه کې (له ٢٠١٥ تر ٢٠٢٥ زېږديز کال پورې) له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې سياسي او مالي ملاتړ خپل کړي.

د توکيو د کنفرانس طرحه او ستراتيژي دا ده ، چې د بدلون په لسيزه کې افغانستان پر خپل ځان بسيا شي.

د دغه کنفرانس سمبالوونکي وايي، چې د افغان حکومت له خوا نړيوالې ټولنې ته د متقابلې حساب ورکونې او ښې حکومتدارۍ ژمنې ورکول کېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.