کابل (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩١): وسلوالو طالبانو د ولسمشر حامد کرزي هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې طالبان له افغانستان حکومت سره خبرو ته چمتو شوي دي.
ولسمشر حامد کرزي پرون د جاپان په پلازمېنه توکيو کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ادعا کړې وه، چې وسلوال طالبان له دولت سره خبرو اترو ته چمتو شوي دي.
هغه زياته کړه، چې تېره اونۍ د جاپان په کيوټو ښار کې د دولت او طالبانو د استازيو ترمنځ خبرې شوي او طالبانو خبرو ته زړه ښه کړى و.
د کيوټو غونډه د دوشيشا په نوم د يوه پوهنتون په نوښت جوړه شوې وه، چې په کې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رييس معصوم ستانکزي، د طالبانو استازي قاري دين محمد او د حزب اسلامي استازي غيرت بهير ګډون درلود.
خو وسلوالو طالبانو د ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې دوى د کيوټو د غوڼدې په ترڅ کې له دولتي پلاوي سره خبرې کړي او يا هم له دولت سره خبرو ته چمتو شوي دي.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دوشيشا پوهنتون کې څېړنيزه غونډه وه او هر لوري په کې خپل دريځ څرګند کړ.
سرچينې زياته کړې وه، چې طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې وه، خو له دولتي پلاوي سره يې ځانګړې ليدنه، نه ده کړې.
Visits: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن