ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښوونځيو کې د کوچي زده کوونکو شمېر په نشت حساب دى

ښوونځيو کې د کوچي زده کوونکو شمېر په نشت حساب دى

author avatar
11 Jul 2012 - 16:10
ښوونځيو کې د کوچي زده کوونکو شمېر په نشت حساب دى
author avatar
11 Jul 2012 - 16:10

کابل (پژواک ٢١ چنګاښ ٩١): د پوهنې وزارت، د کوچي ماشومانو د ښوونې او روزنې په اړه جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې وويل، چې تر ١٣٩٣ کال پورې به د کوچيانو لپاره ٥٠٠ ښوونځي جوړ کړي.

دغه يو ورځنى کنفرانس د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې په نوښت د افغانستان د پوهنې وزارت د چارواکو او ځينو نړيوالو موسسو د استازو په ګډون نن په کابل کې جوړ شو.

د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو رييس محمدنعيم بهين په دغه کنفرانس کې وويل، چې اوسمهال په ټول هېواد کې د کوچيانو لپاره د پوهنې وزارت په چوکاټ کې ١٢٥ ښوونځي فعاليت کوي.

د ده د معلوماتو له مخې، په يادو ښوونځيو کې څه د پاسه ٣٨زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

ده وويل، چې د دغو ښوونځيو ٧٤ لومړني، ١٢ لېسې او پاتې نور منځني ښوونځي او دارالحفاظونه دي.

د بهين په وينا، د پوهنې وزارت په پام کې لري چې روان کال په بېلابېلو ولايتونو کې د کوچيانو لپاره ٦٨ نوي ښوونځي چې ځيني به يې ګرځنده وي، جوړ کړي.

د ده په خبره، د پوهنې وزارت به د ١٣٩١ کال تر وروستيو په ټول افغانستان کې ١٩٦ ښوونځي د کوچيانو لپاره ولري، خو دا وزارت په پام کې لري چې دا شمېر په ١٣٩٣ کال کې ٥٠٠ ته ورسوي.

بهين د کوچيانو د مستقل رياست د معلوماتو له مخې وويل، چې په افغانستان کې د کوچيانو نفوس د ٢ او ٣ ميليونو ترمنځ اټکل شوى دى، خو د نفوس په پرتله يې په ښوونځيو کې د زده کوونکو شمېر ډېر کم دى او د کوچيانو ١٤سلنه نارينه او ٣ سلنه ښځې ليک لوست کولاى شي.

ده زياته کړه: “په ښوونځيو کې د کوچي زده کوونکو شمېر په نشت حساب دى، موږ د اساسي قانون له مخې له تبعيض پرته، ټولو افغانانو ته چې کوچيان هم په کې شامل دي، مسووليت لرو، وظيفه لرو چې د هغوى د اولادونو لپاره د تعليم زمينه برابره کړو.”

بهين وايي، افغانستان د يونسکو غړى هېواد دى او په پام کې لري چې د ملګرو ملتونو د همدغه ارګان او نورو نړيوالو موسسو په مرسته تر ٢٠٢٠ کال پورې په افغانستان کې هېڅ ماشوم بې زده کړې پاتې نه شي.

د ده د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې اوسمهال ٤،٥ ميليونه ماشومان چې ښوونځي ته بايد لاړ شي، په بېلابېلو لاملونو له زده کړو بې برخې دي.

ده زياته کړه: “دا شمېر هره ورځ پورته کېږي خو زموږ هڅه به دا وي چې تر ٢٠٢٠ کال پورې هېڅ داسې کوچى او بل ماشوم پيدا نه کړو، چې له ښوونځي پاتې وي.”

خو د ده په وينا، له دې امله چې کوچيان ګرځنده ژوند لري او د ډېرې مودې لپاره په يوه سيمه کې نه پاتې کېږي، د پوهنې وزارت ورته د زده کړو د اسانتياوو په برابرولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دى.

ده وويل، يادې ستونزې ته په کتو سره د پوهنې وزارت په پام کې لري چې کوچيان وروزي او بيا يې د کوچيانو په ګرځنده ښوونځيو کې د ښوونکو په توګه پر دندو وګوماري؛ ځکه چې نور ښوونکي چمتو نه دي چې له کوچيانو سره له يوې سيمې بلې ته ولاړ شي.

خو ده وويل، چې د ښوونکو د روزنې لپاره د پوهنې وزارت د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري.

د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې مرستيال ډاکټر احمدخالد فهيم چې د کوچيانو په اړه د نننۍ ناستې سمبالوونکى و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې کمېټې د ننګرهار او ميدان وردګو په ګډون په څلورو ولايتونو کې کوچي ماشومانو ته د زده کړې لپاره سيار ښوونځي جوړ کړي دي.

د فهيم د معلوماتو له مخې، په دغو ښوونځيو کې چې په ١٣٨٨کال کې جوړ شوي او تر اوسه فعاليت لري، شاوخوا ٤ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

د ده په خبره، يادې کمېټې د چارو د تنظيم په موخه په ننګرهار او ميدان وردګو کې خپل دوه دفترونه پرانيستي، چې ښوونکو ته تنخواوې او د زده کوونکو لپاره د زده کړې وسايل برابر کړي.

فهيم وويل، چې د سويډن کمېټه له پوهنې وزارت او نورو نړيوالو موسسو سره چې د کوچيانو د تعليم په برخه کې تجربه لري، په ګډه کار کوي ترڅو کوچيانو ته د زده کړې اسانتياوې ډېرې کړي او ټول کوچيان له زده کړو برخمن شي.

فهيم وايي، چې د ننني کنفرانس موخه د کوچيانو په برخه کې د نړيوالو تجربو راټولول دي.

د کنفرانس ګډونوال به له ګروپي کارونو وروسته کوچيانو ته د ښوونې او روزنې د اسانتياوو برابرولو په برخه کې د پوهنې وزارت ته مشورې ورکړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.