ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې يو خبريال ووژل شو

په هلمند کې يو خبريال ووژل شو

author avatar
12 Jul 2012 - 10:03
په هلمند کې يو خبريال ووژل شو
author avatar
12 Jul 2012 - 10:03

کندهار ښار (پژواک ٢٢ چنګاښ ٩١): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې له امله د يوه خبريال په ګډون دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د چنګاښ په ٢٢ مه پژواک اژانس ته وويل، چې پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې د هلمند ګرشک ولسوالۍ په اوبازانو سيمه کې د سړک د غاړې  ماين چاودنې له امله د هلمند د ملي راډيو تلوېزيون خبريال عبدالهادي همدرد له يوه ملګري سره ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، عبدالهادي همدرد له تېرو څو کلونو راهيسې د هلمند په ملي راډيو تلوېزيون کې د ادبي خپرونې چلوونکى و.

نوموړي زياته کړه، چې همدرد د هلمند ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکى و او تېره ورځ له خپلو ملګرو سره د اوبازانو سيمې ته د تفرېح په موخه تللى و، چې بېرته کور ته د راتګ پر مهال ورباندې د سړک د غاړې   ماين چاودنه وشوه.

د ده په خبره، د پېښې نور ټپيان د هلمند ملکي روغتون ته راوړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

احمدي وويل، چې په ياده سيمه کې د سړک د غاړې ماينونه د وسلوالو مخالفينو لخوا ځاى پر ځاى کېږي او ډېرى وخت يې قربانيان ملکي وګړي وي.

د دغې پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.