ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت د ٤٣ وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا وشوه

د دولت د ٤٣ وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
14 Jul 2012 - 11:29
د دولت د ٤٣ وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
14 Jul 2012 - 11:29

کابل ښار (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩١): د کورنيو چارو وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د دولت د ٤٣ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړى، خو طالبان يواځې د خپلو درېيو کسانو وژل کېدل مني.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د چنګاښ ٢٤مه) د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې ٤٠ وسلوال مخالفين د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال په هلمند، کندهار، زابل، لوګر، غزني، پکتيا، هرات، باميان او بغلان ولايتونو کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو سيمو کې په ټوليز ډول د ملي پوليسو له خوا د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ ٩ عمليات ترسره شوي او په ترڅ کې يې ٢٨ وسلوال مخالفين نيول شوي هم دي.

د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې ١٠ ميله کلاشينکوفونه او د هغه ١٠ شاجورونه،درې راکټونه، ١٤ کړۍ ماينونه او لاسي بمونه،٦٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او درې موټرسايکلونه هم د ملي پوليسو منګولو ته لوېدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې درې نور وسلوال مخالفين تېره شپه هغه مهال ،چې غوښتل يې د پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ د مالي زي په کلي کې د سړک پر غاړه ماينونه ځاى پر ځاى کړي، د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

دکورنيو چارو وزارت وايي، چې ملي پوليسو له چاودېدونکو توکو ډک يو موټرسايکل، چې تېره ورځ د وسلوالو مخالفينو له خوا د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې ځاى پر ځاى شوى و، هم کشف او له منځه وړى دى.

خو وسلوالو طالبانو په هغه برېښناليک کې، چې پژواک خبري اژانس ته يې استولى ادعا کړې ده، چې هغوى په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هغو ولايتونو په ګډون ، چې د کورنيو چارو وزارت يې يادونه کړې، په يو شمېر ولايتونو کې په ټوليز ډول ٥٧ بريدونه ترسره کړي او په ترڅ کې يې لسګونه کورني او بهرني سرتېري وژلي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغو بريدونو کې څو زغروال ټانګونه او رينجر موټر ويجاړ شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې يواځې درې طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

نوموړي د خپلو کسانو نيول کېدل هم رد کړل او ادعا يې وکړه، چې دولتي ځواکونه عام خلک د طالبانو په نوم نيسي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.