کابل ( پژواک ٢٤ چنګاښ ٩١ ) : د ولسمشر وياند وايي ، چې حامد کرزي د ايسا ادارې د اوو تنو غړيو د استعفا د موضوع د ژر څېړنې امر کړى دى .
د ولسمشرحامد کرزي وياند اېمل فيضي دغه څرګندونې د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه زياته کړه، چې ولسمشر حامد کرزي د چارو ادارې ته لارښوونه کړې، چې د دغې موضوع په اړه دې د هغو کسانو، چې له يادې ادارې څخه يې استعفاوې کړې، ادعاوې او اسناد راټول کړي.
د ده په خبره، اړونده اداره به نن او سبا د يادې موضوع په اړه ټول کره شواهد او اسناد راټول، له مقدماتي څېړنې وروسته به يې د دوشنبې په ورځ د وزيرانو شورا ته وړاندې کړي، ترڅو په اړه يې پرېکړه وشي.
د فيضي د معلوماتو په اساس، جمهوري رياست دغه موضوع په جدي توګه څېړي.
دغه راز د اداري فساد پر ضد يوې افغاني ټولنې هم ولسمشرۍ ماڼۍ ته د يوه ليک په استولو سره د دې قضيې د څېړلو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې ( ايسا) اووه تنو مرکزي غړو تېره اونۍ له دې امله استعفا ورکړه، چې ګوندې د دې ادارې مشر لس کسان، چې په يوه ځانګړي ګوند پورې تړاو لري، له ازاد رقابت پرته په کار ګومارلي دي.
په دې کسانو کې د صنعتي پارکونو د څانګې رييس بريالى مليار، د څيړنو او پاليسۍ مشر عمر جويا، پانګه اچونې ته دپراختيا مشر ډاکټر روح الله احمدزى، د جوازنامې مشر غلام رباني منصور، له پانګه اچونې د ملاتړ د څانګې مرستيال سليمان اکبري، د څېړنو او پاليسۍ مرستيال مير توفيق انصاري او د صنعتي چارو متخصص عبدالغفار رصين شامل دي.
دوى د يوې خبرې غونډې پر مهال ويلي وو، چې له ډله ييزو استعفاوو څخه يې موخه د ايسا په اداره کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پيل دى.
دغه راز دوى په دې ګډه خبري غونډه کې د ايسا مشر پر بې کفايتۍ او کارکوونکو ته په سپکاوي هم تورن کړى و.
خو د ايسا ادارې مشر وفي الله افتخاري پر ده لګيدلې ټول تورونه رد کړي او دا يې د ځان په اړه يوه دسيسه ګڼلې ده.
هغه ګواښنه کړې وه، که چېرې يادو اووه کسانو پر ده د لګول شويو تورونو په اړه سپيناوى ونه کړي، دى به يې دوسيې څارنوالۍ ته وليږي.
Visits: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن