ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پل علم په چاودنو کې ١٨ تنه ټپيان شوي

د پل علم په چاودنو کې ١٨ تنه ټپيان شوي

author avatar
15 Jul 2012 - 09:01
د پل علم په چاودنو کې ١٨ تنه ټپيان شوي
author avatar
15 Jul 2012 - 09:01

پل علم (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩١): د لوګر په مرکز پل علم کې د دوو پر له پسې چاودنو له امله ١٨تنه ټپيان شوي دي.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق د چنګاښ په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار اته بجې او ٤٠ دقيقې د لوګر په مرکز پل علم کې دوې پرله پسې درنې چاودنې وشوې، چې له امله ١٤ کسان ټپيان دي.

د ده په خبره، چاودنې د سرې مياشتې او د اطلاعاتو او کولتور د رياستونو ترمنځ د سړک پر غاړه د چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې دي.

د هغه په وينا، لومړۍ چاودنه چې کله رامنځ ته شوه، وروسته خلک او يو شمېر امنيتي ځواکونه سيمې ته ورغلل، چې په دغه وخت کې دويمه چاودنه هم وشوه.

نوموړي زياته کړه، چې په پېښه د ملي امنيت، ملي اردو، پوليس او ملکي وګړي ټپيان شوي دي، خو دوى يې په اړه کره معلومات نه لري.

خو د لوګر د ملکي روغتون يو ډاکټر احمدالله لالهاند پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته تر اوسه د پېښې له سيمې ١٨ ټپيان ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، په ټپيانو کې ملکي وګړي او امنيتي سرتېري هم شامل دي، خو ده يې هم په اړه کره معلومات نه لرل.

نوموړي زياته کړه، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.

د پېښې يوه عيني شاهد ضياالله هم وويل، چې چاودنې ډېرې زورورې وې او ښايي مرګ ژوبله ډېره زياته وي، خو په اړه يې کره معلومات نه لرل.

دى وايي، چې په سيمه کې د نږدې دوکانونو او دفترونو ښيښې هم ماتې شوې او د پېښې سيمه د پوليسو له خوا کلابنده ده.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.