ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار سوداګرو د نه خوړو اعتصاب پاى ته ورساوه

د ننګرهار سوداګرو د نه خوړو اعتصاب پاى ته ورساوه

author avatar
17 Jul 2012 - 16:11
د ننګرهار سوداګرو د نه خوړو اعتصاب پاى ته ورساوه
author avatar
17 Jul 2012 - 16:11

جلال اباد (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩١): تر ٧٢ ساعتونو د ننګرهار لسګونو سوداګرو د والي ګل اغا شېرزي په غوښتنه د نه خوړو اعتصاب پاى ته ورساوه.

دغو سوداګرو وړمه ورځ وروسته له هغه له دې امله د نه خوړو پر اعتصاب لاس پورې کړى و، چې وزيرانو شورا د ټيټ ماډ موټرو د پرزې کولو پرېکړه کړې وه.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، والي ګل اغا شېرزي نن غرمه له ولسمشر کرزي سره په دې اړه خبرې وکړې او ولسمشر سوداګرو ته بلنه ورکړه، چې يوه اونۍ وروسته دې د يادې ستونزې په اړه له ده سره په کابل کې وګوري.

هغه د اعتصاب له ختمېدو يو ساعت وړاندې پژواک ته وويل، چې د سوداګرو موټر ملي سرمايه ده، له يو نيم کال راهيسې تر شنه اسمان لاندې درې زره او اوه سوه عرادې موټر په ګمرک کې ايسار پاتې دي.

شېرزي زياته کړه: ((زه له خپلو سوداګرو سره ولاړ يم، دا د دوى حق دى چې دولت يې موټر محصول کړي.))

د ننګرهار يوه ملي سوداګر ډاکټر مخلص احمد پژواک ته وويل، چې د اعتصاب په ختمولو ډېر خواشينى شوى دى.

نوموړي وويل، د اعتصاب کوونکو مشران کمزوري خلک وو.

ډاکټر مخلص په وينا، يوه مياشت وړاندې هم سوداګرو اعتصاب په دې پلمه پاى ته ورساوه، چې والي يې له ولسمشر سره کېنوي او دا دى د دويم ځل لپاره يې بيا دغه کار وکړ.

مخلص وويل، د سوداګرۍ او ماليې وزيرانو دوى ته څو څو ځلې ژمنې ورکړې، چې ايسار څه باندې درې نيم زره موټرو ته به يې د محصول اجازه ورکړي.

نوموړي د سوداګرۍ پر  وزير ډاکټر احدي او ماليې وزير ډاکټر زاخېلوال نيوکه وکړه، چې ولې يې په کابينه کې د وزيرانو هغه پرېکړه ويټو نه کړه، چې د سوداګرو پر ضد يې وکړه.

د اعتصاب کوونکو يوه مشر عبدالصبور پژواک ته وويل، ځکه يې اعتصاب ته پاى ته ورساوه، چې دوه ځلې والي ګل اغا شېرزى له تېرې شپې راهيسې د دوى خېمې ته ورغى او د اعتصاب ختمولو غوښتنه يې ترې وکړه.

د هغه په وينا، نن غرمه يوه بجه والي له دوى سره ولسمشر په ټيلېفون کې و غږاوه او هغه ورته را روانه اونۍ کابل ته د ورتلو بلنه ورکړه.

دغه سوداګر وويل، چې که ولسمشر د وزيرانو شورا پرېکړې ته بدلون ورنه کړي بيا به په لاريونونو او اعتصابونو لاس پورې کړي.

پرون د لسو اعتصاب کوونکو روغتيايي حالت خراب شوى او ډاکترانو ورته سيرومونه تېر کړي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.