کابل (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١): د پاکستان لومړى وزير راجه پروېز اشرف سبا په يو ورځني رسمي سفر کابل ته راځي.
په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي اتشه اختر منير د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له لومړي وزير سره به يو لوړ پوړى دولتي پلاوى هم مل وي.
هغه زياته کړه، چې د پاکستان لومړى وزير به د ولسمشر حامد کرزي په ګډون له يو شمېر افغاني لوړ پوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې وکړي.
بلخوا په اسلام اباد کې د لومړي وزير وياند اکرم شهيدي رسنيو ته ويلي، چې راجه پروېز اشرف به له افغان چارواکو سره، له وسلوالو طالبانو سره د سولې د پروسې او له افغان خاورې پر پاکستاني ځواکونو د بريدونو په اړه ځانګړې خبرې ولري.
نوموړي زياته کړه، چې پاکستان د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي خو دا يې هم وويل، چې د سولې د پروسې پايلې بايد د کوم بل هېواد پر زيان نه وي.
د لومړي وزير په توګه تر ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته د راجه پروېز اشرف دغه لومړى سفر دى.
دغه سفر په داسې حال کې کېږي، چې تېره اونۍ په جاپان کې د افغانستان په اړه د توکيو کنفرانس په څنډه کې د افغانستان، پاکستان او امريکا د بهرنيو چارو د وزيرانو ځانګړې غونډه هم جوړه شوې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن