ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد کې د پاکستان او افغانستان د پوځي چارواکو ګډه غونډه جوړېږي

په جلال اباد کې د پاکستان او افغانستان د پوځي چارواکو ګډه غونډه جوړېږي

author avatar
22 Jul 2012 - 17:09
په جلال اباد کې د پاکستان او افغانستان د پوځي چارواکو ګډه غونډه جوړېږي
author avatar
22 Jul 2012 - 17:09

کابل ښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩١): د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال په کابل کې د پاکستان سفير ته پر کونړ د پاکستان له خاورې د بريدونو په اړه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ دواړو لوريوهوکړه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به په جلال اباد کې د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ غونډه جوړوي.

د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه د زمري په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوید لودین نن د خپل کار په دفتر کی د کنړ پر څو کليو د ډیورنډ له کرښی هاخوا څخه د توغندويي بریدونو په اړه په کابل کې د پاکستان له سفیر محمد صادق سره وکتل او د افغان د حکومت جدي اندېښنه یې په دې اړه ورته څرګنده کړه.

خبرپاڼه کاږي، دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د جلال اباد په ښار کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پوځي چارواکو یوه ګډه غونډه جوړه کړي، ترڅو وروستي بریدونه وڅېړي.

د سرچينې په وينا، دغه راز به د جلال اباد په غونډه کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ همغږي زیاته کړي او داسې لارې چارې به ولټوي، چې پر افغان کليو باندې د هر راز راتلونکو بریدونو مخه په پوره توګه ونیسي.

د خبرپاڼې په وينا، لودین زیاته کړه، چې د افغان کليو پر وړاندې د هر راز داسې بریدونو دوام کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزه اړیکو جدي منفي اغېز وکړي.

د ده په خبره، په ځانګړې ډول په داسې حال کې ، چې دواړه هېوادونه باید یو د بل ترمنځ د سولې، امنیت او اقتصادي همکاریو پورې اړوند د مهمو همکاریو په لړۍ کې له یو بل سره نږدې کار وکړي. 

د توغنديو په وروستي برید کې، چې د چنګاښ د ۲۹ مه شپه رامنځ ته شو، درې نارینه او یوه ښځه وژل شوي او شپږ نور ملکي وګړي ټپیان شول. 

له تېر کال راهيسې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر کونړ او ځينو نورو سرحدي ولايتونو په وقفه يي ډول راکټي بريدونه کيږي، چې لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

تېره پنجشنبه ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د پاکستان له لومړي وزير راجه پروېز اشرف  سره په دې اړه خبرې وکړې.

خو د کونړ د چارواکيو په وينا، تېره ورځ يو ځل بيا د پاکستاني پوځ لخوا پر دې  ولايت ٣٠٠ توغندي ويشتل شوي، چې  د يوې ښځې په ګډون يې څلور ملکي کسان وژلي او ٦ نور يې ټپيان کړي دي. 

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.