جلال اباد (پژواک، ٢ زمرى ٩١): د نورستاني چارواکي وايي، چې د مرکزي نورستان په وانت وايګل ولسوالۍ کې د ناټو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې څلور طالب قوماندانان وژل شوي دي.
د نورستان والي تميم نورستاني د چنګاښ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن غرمه دوولس نيمې بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې وسلوال د سپرليو په يوه موټر کې د وانټ وايګل مرکز ته تلل.
هغه زياته کړه، لومړني معلومات څرګندوي، چې په دغه بريد کې څلور طالب قوماندانان وژل شوي دي.
تميم نورستاني وويل، په هغه موټر کې، چې د بې پيلوټ الوتکې تر بريد لاندې راغلى د ولايت په مرکز پارون کې د پوهنې رياست يو کارکوونکى مولوي عبدالقيوم او يوه پېغله نجلۍ، چې دواړه ملکي وګړي دي، هم وژل شوي دي.
د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستاني پژواک ته وويل، چې په بريد کې له دوو ملکي وګړيو سربېره څلور مهم طالب مشران حبيب الله مشهور په داد الله، ملا يحي راکټي، يونس او هارون وژل شوي دي.
امنيه قوماندان وويل، چې وژل شويو طالب مشرانو په دغه ولايت ډېر نفوذ درلود.
د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الرحمن پژواک ته وويل، چې پېښه نن دوولس نيمې بجې د ولسوالۍ په څلور کيلومترۍ په مسکنې سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته ومنله، چې په سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې عمليات ترسره شوي؛ خو زياته يې کړه، چې جزئيات ځکه په لاس کې نه لري، چې دغه عمليات په ختيځ کې دغې قوماندانۍ نه دي ترسره کړي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د طالب وياند ذبيح الله مجاهد نظر واخلي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
وانت وايګل د نورستان هغه ولسوالي ده، چې له تېر يو کال راهيسې په کې درېيمه د بې پيلوټه الوتکې بريد ترسره کېږي.
تېره ورځ ددغه ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې د ملي اردو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې وه، چې يو بهرنى پيلوټ په کې ټپي شوى و.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن