ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايساف ځواکونو پنځه منسوبين ووژل شول

author avatar
23 Jul 2012 - 11:49
author avatar
23 Jul 2012 - 11:49

کابل-هرات (پژواک ٢ زمرى ٩١): په هرات کې د ايساف ځواکونو درې منسوبين د يوه کس له خوا، چې د افغان امنيتي ځواکونو يونيفورم يې پر ځان و، او دوه نور د هېواد په سوېل کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن سهار (د زمري دويمه) د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې د افغان ملي امنيتي ځواکونو په جامه کې يو تن د افغانستان په لوېديځ کې د ايساف پر قراردادي کارکوونکو ډزې وکړې، چې له امله يې درې قرارداديان ووژل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه کس چې د ايساف پر قراردادي کار کوونکو يې ډزې وکړې، په نښته کې ووژل شو.

سرچينې د وژل شوو کسانو د هويت او د پېښې د کره ځاى په اړه معلومات نه دي ورکړي او وايي، چې دغه پېښه اوس تر څېړنې لا ندې ده.

خو د لوېديځې حوزې د پوليسو وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک ته وويل، چې يوه افغان پوليس تېره شپه اته بجې شاوخوا د هرات پر هوايي ډګر کې د ايساف پر سلاکارانو بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې درې مشاورين ووژل شول.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې يو بل مشاور او د هغوى افغان ژباړن ټپيان شوي دي.

احمدي دغه مشاورين امريکايي وبلل او ويې ويل، چې بريد کوونکى پوليس د ايساف سرتېرو په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.

د هرات په هوايي ډګر کې يوې امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل، پوليس په پېره کې و، کله چې بهرني مشاورين راغلل، پر هغوى يې ډزې وکړې، چې له امله يې درې تنه ووژل شول.

طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې دغه پوليس د دوى اړوند و، څلور بهرني سرتېري يې وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

له بلې خوا ايساف وايي، چې د دوى دوه خدماتي غړي تېره ورځ د هېواد په سوېل کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې ووژل شول.

ايساف د وژل شوو سرتېرو هويت او د پېښې د ځاى په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو د افغانستان په سوېل کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.

دوه اونۍ مخکې د ملي اردو يوه سرتېري په ميدان وردګو ولايت کې پر ايساف ځواکونو ډزې وکړې او پنځه امريکايي سرتېري يې ټپيان کړل او بيا وتښتېد.

د يادونې ده، چې د روان زېږديز کال له پيله تر اوسه افغان ځواکونو پر ايساف ځواکونو ٢٠ بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې ٢٧ سرتېري وژل شوي او تېر کال په ٢١ بريدونو کې د ايساف ٣٥ سرتېري وژل شوي وو.

د امريکا د دفاع وزارت وايي، چې دا ډول بريدونه له ٢٠٠٧ کال راپه دېخوا پيل شوي ا و په ټوليز ډول د افغان ځواکونو په ٨٠ بريدونو کې د ايساف نږدې ١٥٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده چې د روان کال له پيله تر اوسه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ايساف څه باندې ٢٥٣ سرتېري وژل شوي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.