ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوباما: القاعده د ماتې په درشل کې ده

اوباما: القاعده د ماتې په درشل کې ده

author avatar
24 Jul 2012 - 12:12
اوباما: القاعده د ماتې په درشل کې ده
author avatar
24 Jul 2012 - 12:12

واشنګټن (پژواک ٣ زمرى ٩١): د امريکا ولسمشر بارک اوباما يو ځل بيا دا ژمنه تکرار کړه، چې په افغانستان کې به روانه جګړه پاى ته رسوي او زياته يې کړه، چې القاعده د ماتې په حالت کې ده.

ولسمشر بارک اوباما دغه څرګندونې پرون په نيوادا کې د بهرنۍ جګړو د ماهرينو له يوې ډلې سره د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه د دې ليدنې پر مهال يو ځل بيا خپله ژمنه تکرار کړه، چې غواړي د افغانستان جګړه په سمه توګه پاى ته ورسوي.

نوموړي وويل، چې د دې جګړې له پاى ته رسېدو مخکې به افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو د سپارلو پروسه په ٢٠١٤ زېږديز کال کې په بشپړه توګه پاى ته ورسېږي.

هغه زياته کړه: ((له کله راهيسې چې زه د ولسمشرۍ پر ګدۍ ناست يم، له خپلو اتحاديانو سره مو په ګډه کار کړى، څو د القاعدې مهم مشران له منځه يوسو، زه له خپلو پياوړو ځواکونو مننه کوم، چې د اسامه په ګډون يې د القاعدې مهم مشران له منځه يوړل.))

بارک اوباما وويل، چې له دې وروسته به هېڅکله اسامه بن لادن د امريکايانو لپاره ګواښ نه وي، ځکه چې القاعده د ماتې په دُرشل کې ده.

هغه زياته کړه: ((زه ژمنه کوم چې په افغانستان کې نور د امريکا ماموريت پاى ته ورسوم، د طالبانو تحرکات مات کړو او د افغان ملي ځواکونو وړتيا به لوړه کړو.))

نوموړى وايي، چې د افغان جګړې د پاى ته رسولو په موخه يې نوې ستراتيژي جوړه کړه، افغانستان ته يې نور ځواکونه ولېږل چې دا ماموريت پاى ته ورسوي.

اوباما وويل، چې د دوى پياوړو ځواکونو وکولى شول په لږه موده کې طالبان په شاتګ ته اړکړي.

هغه زياته کړه: ((له لسو کلونو جګړې وروسته موږ هلته پرمختګ کړى دى. د روان زېږديز کال تر پايه پورې به زموږ ٣٠زره سرتېري خپل هېواد ته ستانه شي، په راتلونکي کال کې به افغان ملي ځواکونه د خپلو سيمو امنيت پر غاړه واخلي او په ٢٠١٤ کال کې به دا پروسه پاى ته ورسېږي.))

د امريکا ولسمشر ويلي، که څه هم زموږ سرتېري به ستانه شي، خو امريکا به له افغانانو سره پياوړې او قوي اړيکې ولري او هر څه به له نږدې څاري.

هغه زياته کړه، چې په دغه کار سره به نور د افغانستان خاوره هېڅکله د امريکا پر ضد ونه کارول شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.