ژبه

په پاکستان کې د ناټو پر اکمالاتي کاروان بريد وشو

قيصر يوسفزى

۳ زمری ۱۳۹۱ - ۱۴:۰۵

Views: ۱۰۹

اسلام ا باد (پژواک ٣ زمرى ٩١): د پاکستان له خوا تر اجازې وروسته په دغه هېواد کې د لومړي ځل لپاره د  ناټو پر اکمالاتي کاروان بريد شوى دى.

په خيبر ايجنسۍ کې د عصمت الله وزير په نوم يوه دولتي چارواکي د زمري په ٣مه رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد نن له غرمې مخکې د جمرود په ټي ډي بازار کې شوى دى.

هغه زياته کړې، چې ناپېژانده وسلوالو د ناټو د اکمالاتي کاروان پر چلوونکو ډزې کړې، چې له امله يې يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.

د قسمت اپريدي په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس  ته وويل، چې بريد کوونکي دوه موټرسايکل سپاره مخ پټي کسان وو.

هغه زياته کړه، چې ټپي  د امنيتي ځواکونو له خوا د پېښور ښار کمپلکس روغتون ته لېږدول شوى دى.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې پېښې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده چې تېر کال په مومندو ايجنسۍ کې د ناټو له خوا د پاکستان پر پوځي سرتېرو له بريد وروسته، چې په ترڅ کې يې ٢٤ سرتېري ووژل شول، د ناټو اکمالاتي لاره بنده کړې وه.

خو څو  ورځې مخکې د امريکا له خوا پر يادې پېښې له بښنې وروسته پاکستان اکمالاتو ته د لېږد اجازه  ورکړه.